لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۶۱۸ ته رسېدلې


په پاکستا ن کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس نه نور ۲۴ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس له امله د ټولو مړه شوؤ شمېره ۶۱۸ ته رسېدلې او په ملک کې په ۲۷زره ۴۷۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

له دې وړاندې په هم تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۵ تنه دکرونا وايرس نه مړه شوي وو.

د صحت دوزارت د شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ۱۲زره ۹۸۲ ټېسټونه شوي چې پکې په ۱۶۳۷ کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

له دې وړاندې هم په دغومره ساعتونو کې په ۱۷۶۴ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی ؤ.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېر شوا روز کې ۲۲۶ کسان د کرونا وايرس نه ښه شوي چې ورسره د دې وايرس نه د ښه شوؤ شمېره ۷۷۵۶ ته سېوا شوې ده.

په خېبرپښتونخوا کې د کروا وايرس نه د مړو شمېره بيا هم د نورو صوبو په پرتله سېوا ده.

په پښتونخوا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۱۲ کسان مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۲۲۱ ته رسېدلې ده.

په پښتونخوا کې د کرونا وايرس نه ۴۳۲۷ کسان اغېزمن شوي او ۱۰۳۳ ترې صحتمند شوي دي.

په اتمه می په پنجاب صوبه کې اته کسان کرونا وايرس مړه کړي دي، په پنجاب کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه ۱۹۱ کسان مړه وشوي ۱۰زره ۴۷۱ يې اغېزمن کړي او ۴۱۳۱ ترې ښه شوي دي.

په سند کې نور څلور تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي چې ورسره د مړو شمېره ۱۷۵ ته سېوا شوې ده، په صوبه کې په ۹۶۹۱ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی او ۱۹۴۰ ترې ښه شوي دي.

په بلوچستان کې د کرونا وايرس نه ۲۴، اسلام اباد کې څلور او ګلګت بلتستان کې درې تنه مړه شوي په دې شمېره کې په تېر شوا روز کې سېوا والی مخې ته نه دی راغلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG