لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: په سند صوبه کې لاک ډاؤن نه ختميږي


د پاکستان د سند صوبايي حکومت ويلي د ګل/ دوشنبې د ورځې نه په صوبه کې لاک ډاؤن نه ختموي، دغه خبره په صوبه کې د واکمنه پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري کړې ده.

په سند کې د لاک ډاؤن نه ختمولو خبره په داسې حال کې شوې چې مرکزي حکومت نن د خالي/ شنبې د ورځې نه په ملک کې په جزوي توګه د لاک ډاؤن ختمولو اعلان کړی دی.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي وزيراعلی سند مرادعلي شاه دا خبره په ډاګه کړې ده چې د ګل/ دوشنبې د ورځې نه لاک ډاؤن نه ختموي.

هغه ويلي په هغو سيمو کې چې د کرونا وايرس پېښې سېوا دي هلته به نور بندېزونه په ځای کولی شي او دوی د لاک ډاؤن دوېم پړاؤ ته داخليږي.

ويل شوي د حکومتي تګلارې لاندې د ودانيو صنعت او دوکانونو پرانستلو په لړ کې لږ نرمي ورکوي.

د سند وزيراعلی ويلي اور ګاډی او عام ګاډي به په خپل ځای بند وي.

وزیراعلی مراد علي شاه د مرکزي حکومت نه د ټېسټونو سېوا کولو په لړ کې د صوبو د مرستو او دوکاندارانو ته د قرضونو ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د قامي رابطه کمېټۍ د غونډې وروسته نن د خالي/ شنبې د ورځې نه د لاک ډاؤن په ورو ورو ختمولو ويلي ؤ.

هغ ويلي ؤ په ملک کې دننه به د اورګاډو او د صوبو ترمنځ د ګاډو د چلن ترمنځ د الوتکو پروازونه هم بند وي.

په ملک کې د دوکانونو او وړو کاروبارونو د سهار نه تر ماښام پينځه بجو پورې پرانستو ويل شوي او زیاته کړی شوې چې تعليمي ادارې به تر ۱۵م جولايۍ پورې تړلې وي.

بل لور ته د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز ویلي د لاک ډاؤن پرانستلو په کاميابۍ کې د اولس مرسته پکار ده. د کاروباري شعبو دپاره په جوړه تګلاره به په سختۍ سره عمل کولی شي که احتياط ونه کړی شو نو بيا لاک ډاؤن پله تلی شو.

هغه ويلي کرونا قامي مسله ده په ګډه به يې مقابله کول وي.

XS
SM
MD
LG