لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ډاکټرانو تنظیم یو ځل په ټینګار د لاک ډاون د عملي کېدو غوښتنه کړې


واشنګټن ـــــ د پاکستان د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو ګډ تنظیم پي ایم اې یو ځل بیا د حکومت د دې ګام مخالفت کړی چې په هېواد کې یې په تدریجي ډول د ټولبند یا لاک ډاون د ختمولو اعلان کړی او وایي د حکومت دا کار به د کرونا وایرس د زیات خپرېدو سبب شي.

ډاکټرانو دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی چې د پاکستان مرکزي حکومت له نن ورځې په هېواد کې په لاک ډاون کې د برسېرنې کمۍ اعلان کړی دی، خو پنجاب او سیند صوبې- چې له کرونا وایرسه زیاتې اغېزمنې دي- لا هم ټولبند پر ځای ساتلی دی.

د ډاکټرانو تنظیم پي ایم اې د خالي- شنبې په ورځ‌ یوې خبري غونډې ته په وینا کې له حکومته وغوښتل چې په لاک ډاون کې له نرمۍ راوستلو دې ډډه وکړي او نور دې یې هم سخت کړي ځکه چې وایي د کرونا وایرس پېښې مخ په زیاتېدو دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران اکثر د سخت لاک ډاون مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا به د هېواد غریبو خلکو ته لا ستونځې جوړې کړي. د پي ایم اې مرکزي مشر ډاکټر اکرام تونیو خبري غونډې ته د عمران خان د دې خبرې په جواب کې وویل:

"په دغو ورځو کې هیڅوک هم له لوږې نه دی مړ شوی، که څوک مړ شوی دی نو هغه له کرونا وایرسه یا بیا له بلې ناروغۍ او یا هم بیا په قدرتي مرګ مړ شوی دی".

ډاکټر اکرام وویل له کرونا وایرسه وېرېدلو او په دې اړه په خلکو کې ډار خپرولو ته اړتیا نه شته، خو وایي له دې ناروغۍ د ژغورنې او د دې د خپرېدو د مخنیوي لپاره احتیاطي ګامونه اخیستل زښته ډېر ضروري دي.

د وزير اعظم عمران خان له خوا په لاک ډاون كې د نرمۍ راوستلو تر اعلان وروسته په پاكستان كې د كرونا دوه زره نور كېسونه مخې ته راغلي چې ورسره په دغه رنځ د اخته ناروغانو شمېر 29 زرو ته نیژدې شوی دی، خو عمران خان حالات په قابو کې ګڼلي او نن یې پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي دي:

"زموږ حالات له یورپ او چینه بېل دي او موږ چې څه ډول لاک ډاون کوو هغه به جلا وي ځکه چې دلته د روزانه مزدورۍ کولو مجبوره طبقه موجوده ده او موږ اندېښنه لرله که مو هر څه بند کړل هغوی به څه کوي".

د سیند وزیراعلی د پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري په وینا اعلان کړی چې د دوشنبې- ګل په ورځ لاک ډاون نه ختموي. په دې صوبه کې په تېرو څلرویشت ګنټو کې تر زر زیاتو کسانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی او دا مهال یې د کرونا ناروغان تر ټولو صوبو زیات دي چې شمېر یې 10,771 ته رسېدلی دی.‌

بل لور ته د پنجاب صوبایي حکومت هم د لاک ډاون نرمولو مرکزي پرېکړه رد کړې او په صوبه کې د مې د میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې ټولبند غزولی دی. د پنجاب حکومت د شنبې- خالي په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تعلیمي ادارې، سرکاري دفترونه او غټ هوټلونه به بند وي او یواځې د اړتیا وړ شیانو دوکانونه به په اوونۍ کې څلور ورځې د سهار له اتو د ماځیګر تر پینځو بجو پرانیستي وي.

په پاکستان کې دا مهال په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر 29 زره ته نیژدې شوي او 638 کسان ځنې مړه شوي دي. د ډاکټرانو تنظیم وایي چې په ټول هېواد کې ۸۰۰ ډاکټرانو ته هم کرونا وایرس ور پورې شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG