لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: 1000 طالب بندیان مو خوشي کړل طالبان: له هراته مو نن 28 نور بندیان خوشي کړل


واشنګټن ـــــ په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا بین الافغاني خبرو ته د لارې برابرولو لپاره د قطر، پاکستان او هندوستان په سفر دی، افغان حکومت او طالبانو پر یو بل د بندیانو په خوشي کولو کې د ځنډ او په مذاکراتو کې د خنډ تورونه پورې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، تر اوسه یې له طالبانو سره د سولې په بهیر کې د پرمختګ او کرونا وایرس د مخنیوي په مقصد له بېلابېلو زندانونو د طالبانو زر 1000 تنه بندیان خوشي کړي دي. د دې شورا ویاند جاوید فیصل د خالي- شنبې په ورځ‌ پر ټویټر لیکلي:

"اوس نو د طالبانو وار دی چې د بندیانو د خوشي کولو لړۍ تېزه کړي، افغان وژنه ودروي او هر څومره ژر چې کېدای شي مخامخ خبرې پیل کړي، نور په خبرو کې ځنډ راوستل هیڅ جواز نه لري".

د ملي امنیت شورا ویاند د طالبانو له خوا د تازه خوشي شوو حکومتي بندیانو په اړه څه ویلي دي، خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین د جمعې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه د تازه خوشي کړو بندیانو خبر خپور کړی وو. سهېل شاهین لیکلي:

"د طالبانو د بندیانو کمیشن د کابل ادارې د بندیانو د خلاصون په سلسله کې پرون او نن [د مې پر 7مه او 8مه] د هرات په ولایت کې 48 تنه عسکر خوشي کړل. هر یوه تن ته یې جامې او 5000 افغانۍ د لارې کرایه هم ورکړې. دا سلسله به په راتلوتکي کې هم دوام لري".

سهېل شاهین د مې په 10مه په خپل یوه بل تازه ټویټ کې ویلي، چې د شنبې- خالي په ورځ‌ یې بیا هم په هرات ولایت کې د افغان حکومت 28 بندیان خوشي‌ کړي دي.

سره له دې چې د افغان حکومت له لوري د طالب بندیانو د خوشي‌ کېدو لړۍ دوام لري او د ملي امنیت شورا د خبر له مخې په تېرو څلورو ورځو کې د کابل له څرخي پله او د پروان له زندانونو شاوخوا 120 طالب بندیان خوشي شوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر افغان حکومت د بندیانو په خوشي‌ کېدو کې د ځنډ تور پورې کړی دی.

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو د تبادلې شرط د امریکې او طالبانو د سولې په تړون کې ایښودل شوی وو او موافقه شوې وه چې افغان حکومت به په بېلابېلو زندانونو کې ساتلي 5000 بندیان خوشي کوي او طالبان به د افغان حکومت 1000 تنه بندیان خوشي کوي.

افغان حکومت تر اوسه د زر تنه بندیانو د خوشي کولو دعوې کوي، خو بلې خواته د طالبانو له خوا تر اوسه د شاوخوا دوه سوه بندیانو د خوشي کېدو خبرونه ورکول کېږي، چې د افغان حکومت په وینا په هغوی کې هم زیات یې عام خلک دي.

ټاکل شوې چې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې د ولسمشر غني د یوه ځانګړي فرمان له مخې 1500 طالب بندیان خوشي شي، خو طالبان بیا د خپلو ټولو پینځه زره بندیانو پر خوشي کېدو ټینګار کوي.

په هرات کې طالبانو خوشي‌ کړي د افغان حکومت بندیان.
په هرات کې طالبانو خوشي‌ کړي د افغان حکومت بندیان.

طالبانو او امریکا د فرورۍ پر 29مه په قطر کې د سولې تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې طالبانو پر امریکایي او بهرنیو ځواکونو د بریدونو نه کولو ژمنه کړې وه او ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو تر تبادلې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي، خو دغه مذاکرات د بندیانو په اړه د اختلاف له کبله ځنډېدلي دي.

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ په خبرو کې د ځنډ یو سبب د جګړې تېزوالی دی. امریکې، ملګرو ملتونو او افغان حکومت په وروستیو کې په ټینګار له طالبانو غوښتي چې د روژې د میاشتې او د کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر دې جګړه تم کړي خو طالبانو یې غوښتنه رد کړې وه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پرون پر خپله ټویټر پاڼه تور پورې کړی، چې طالبانو د روژې په دویمه اوونۍ کې 25 عام خلک وژلي او 74 نور یې ټپیان کړي دي، چې وایي په دوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو طالبانو تل پر عامو خلکو د بریدونو دعوې ردوي.

بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د پیلېدو په مقصد یو ځل بیا د سیمې په سفر دی، چې له قطر او هند وروسته یې پرون په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ‌ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي. په اسلام اباد کې د امریکې سفارت په خپاره کړي بیان کې ویلي، خلیلزاد له جنرل باوجوه پر طالبانو د تشدد په کمولو کې د فشار او د بین الافغاني‌ خبرو په ژر پیلېدو کې د مرستې غوښتنه وکړه. وایي جنرل باجوه ورته د مرستې ډاډ ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG