لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې بند پاتې شوي ۳۰۰۰ افغانان دچمن دلارې بیرته خپل هیواد ته اوښتي


دپاکستان لخوا افغانستان سره له ګډې پولې پرانستلو وروسته د شنبې یا خالي په ورځ پاکستان کې بند پاتې شوي شا وخوا ۳۰۰۰ افغان وګړي د چمن پولې دلارې افغانستان ته اوښتي دي.

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي پاکستان تیره میاشت د افغان دولت په ځانګړې غوښتنه دچمن پوله چې په باب دوستي یادیږي پرانستې وه اؤ تر اوسه له دغې لارې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې د کرونا وایرس خوریدو له امله بند ایسارې پاتې شوې۳۷ افغان کورنۍ خپل هیواد ته ستنې شوي دي.

دشنبې په ورځ د چمن پوله د سحر اتوؤ بجو نه دماذیګر پینځوؤ بجو پورې د افغان وګړو پرمخ پرانستې پرېښودل شوې وه اؤ دبلوچستان ایالت دبیلابیلو برخو نه په چمن پوله په زرګونو افغانان خپل هیواد ته اوښتي دي.

ډان ورځپاڼه وایي افغانستان ته اوښتو کسانو کې زیاتره هغه خلک وؤ چې پاکستان ته پرته له ویزې اؤ سفري کاغذونو راغلي اؤ دلته بند پاتې شوي وؤ.

د ذکا الله دراني به نوم د چمن د انتظامیې یو لوړ پوړي چارواکي یادې ورځپاڼې ته ویلي چې په چمن پوله یوازې افغانان نه اوړي بلکې افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستانیان هم له دغې لارې خپل هیواد ته بیرته راګرځي.

هغه ویلي تر اوسه په چمن پوله ۴۸۸پاکستانیان بیرته خپل هیواد ته را اوښتي چې دې کې د زیاترو تړاؤ دخیبر پښتونخوا صوبې سره دی.

هغه ویلي دافغانستان څخه چې کوم پاکستانیان بیرته راګرځېږي هغوئ د چمن پولې ترڅنګ په فیضو کلي کې دخیمو نه جوړ شوي قرنطین مرکز کې ساتل کیږي ا‌ؤ له طبي ټيسټونو صفا راتلو وروسته بیا خپلو کورونو ته پرېښودل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG