لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجاب کې د ډاټسن نهر ته په غورځېدو دیوې کورنۍ ۱۰کسان مړه شوي


دپاکستان په پنجاب ایالت کې له خلکو ډک ډاټسن نهر ته غورځېدلې چې پکې دیوې کورنۍ ۱۰کسان مړه شوي اؤ دوه نور اوبو لاهو کړي چې لټون یې روان دی.

د اتوار په ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دغه پېښه د پنجاب دمیا چنو سیمې ترڅنګ هغه مهال رامخې ته شوې چې دشیخو پوره نه میا چنو ته روان ډاټسن د ډرائیور نه په بې قابو کیدو دمیلسي په نوم نهر ته وغورځېدو.

رسنۍ وایي په دغه ډاټسن کې ټول د یوې کورنۍ خلک سواره وؤ چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل وؤ.

دپېښې سره سم مرستندویه فعالین اؤ دسیمې خلک په امدادي فعالیتونو بوخت شوي اؤ د لسو کسانو مړي یې د اوبو څخه راویستي ولي دوه کسان اوبو لاهو کړي چې تر اوسه یې لټون روان دی.

پاکستان کې د کرونا وایرس له امله دسورلیو د ګاډو په تګ راتګ بندیز دی اؤ ددې ترڅنګ حکومتونو سپارښتنه کړې ده چې په شخصي ګاډو کې به هم کم خلک دیو بل نه په فاصله ناست وي خو بیا هم په زیاتره ښارونو کې په دغو حکومتي‌سپارښتنو عمل نه کیږي اؤ ګاډو کې د ګنجائش په اساس خپل سفرونه کوي

XS
SM
MD
LG