لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال به حج وشي که نه؟ پرېکړه یې نن کیږي


دسعودي حکومت نن پرېکړه کوي چې د کرونا وایرس د وبا له امله سږکال دنړۍ مسلمانانو ته دحج اجازه ورکوي که نه؟

د اتوار په ورځ پاکستان کې یو شمیر رسنیو پخپلو راپورونو کې د سعودي عرب د حج اؤ عمرې د وزارت د سرچینو له خولې ویلي چې دسعودي چارواکو د حج په هکله خپلو کې مشورې سرته رسولي اؤ نن به په دغه اړوند خپله پرېکړه واوروي.

سرچینې وایي چې خانه کعبه کې د صفایۍ نظام نور هم غوره کړل شوی اؤ حرم شریف ته په ننوتونکو ټولو دروازو دجراثیم ضد سپری کولو نظام نصب کړل شوی دی.

تر دې دمخه داپریل په میاشت کې دسعودي عرب دحج وزیر ډاکټر محمد صالح بن طاهر بنتن د کرونا وائروسو له امله د رامنځته شوي بې باوره وضعیت په تناظر کې د نړۍ په مسلمانو غږ کړی ؤ چې باید د حج تیارۍ پریږدي.

د سعودي عرب د دولتي ټي‌وي الاخباریه سره خبرو کې دسعودي دحج اؤ عمرې وزیر ویلي سعودي عرب دحج اؤ عمره کوونکو د خدمت دپاره په بشپړ ډول اماده ده اؤ‌ څه وخت هم عمره کوونکو ته سعودي ته د راتګ اجازه ورکولی شي.

خو ددې ترڅنګ هغه دا هم ویلي دکرونا وائروسو په چټکتیا سره دخوریدو له امله د سعودي حکومت دخپلو وګړو اؤ د نړۍ دمسلمانانو روغتیا ته فکرمند دی.

دپاکستان دمذهبي چارو وزیر نورالحق قادري هم دمخه ویلي وؤ چې د روژې نیمایي پورې به په ډاګه شي چې سږکال به دحج فریضه ترسره شي که نه؟

تیرکال د ټولې نړۍ څخه ۲۵لکو کسانو دحج ادا کولو دپاره سعودي عرب ته سفر کړی ؤ خو داځل دسعودي دحج اؤ عمرې وزیر دپاکستان په ګډون د نړۍ دنورو اسلامي هیوادونو حکومتونو د حج د تړونونو څخه منعې کړي اؤ په عمره ادا کولو یې هم بندیز لګولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG