لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کرکټ بورډ په ملي لوبغاړي شفيق الله شفق د شپږو کالو بندېز لګولی


د افغانستان کرکټ بورډ ویلي په ملي لوبغاړي شفيق الله شفق يې د غبن/ کرپشن د اصولو د سرغړونې له امله د شپږو کلونو بندېز لګولی چې هغه به په دې موده کې هيڅ ډول کرکټ نه شي کولی.

کرکټ بورډ ویلي شفق دغه سرغړونې په افغان سپر ليګ ۲۰۱۸م او بنګله دېش سپرلیګ د ۲۰۱۹م د سياليو په مهال کړي دي.

کرکټ بورډ زياته کړېچې شفیق الله شفق هم پر خپلو سرغړونو اقرار کړی او د افغانستان کرکت بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې دغه سزا یې پر ځان منلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې مدیر ښاغلی سید انورشاه قرېشي ويليدا د نه منلو عمل او سپکاوی دی چې د ملي لوبډلې یو مخکښ لوبغاړی دې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ کې په ستره کچه فساد کې ښکېل وي او همدارنګه یې د بنګله دېش په غوره لیګ کې هم په فساد کې د نورو لوبغاړو د ښکېلولو هڅه کړې وي.

هغه زياته کړې شفق ورسره د دغه قضيې په څيړنه کې همکاري کړې کنه د نورې زياتې سزا سره مخ کېدی شو.

قرېشي شفق به په ښوونيزو پروګرامونو کې ګډون کوي او نورو ځوان لوبغاړو ته به د نوموړي د تېروتنو د نه تکرارولو بېلګې وايي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG