لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې څلور چاؤدنې شوي، لغمان کې طالبانو شپږ پوليس وژلي


د افغانستان پلازمينه کابل کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ څلور بېلابيلې چاؤدنې شوي چې پکې افغان چارواکو د څلورو ملکي وګړو د ژوبلېدو ويلي دي.

د ای پي ترمخه د کابل پوليسو ویلي په ژوبلو کې يو ماشوم هم شامل دی.

ځينې رسنيو په چاؤدنو کې د پوليس ژوبلېدو خبر هم ورکړی خو د کابل پوليس دغه خبره رد کړې ده.

د افغان ځايي رسنيو ترمخه په کابل کې تېره شپه هم درې چاؤدنې شوې وې.

په يادو چاؤدنو کې د کومې مرګ ژوبلې خبر مخې ته نه دی راغلی.

د يادو چاؤدونو زمه واري چا نه ده منلې.

د طلوع نيوز ترمخه تېره شپه په لغمان کې د طالبانو په بريد کې لږ تر لږه شپږ امنيتي سرتيري وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د دفاع وزارت ویلي طالبانو په علي شينګ ولسوالۍ کې په امنیتي پوسته بريد کړی او په نښته کې بيا طالبان په شا تمبولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG