لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کورونا سپینې ماڼۍ ته رسېدلی خو لاک ډاون کې نرموالی پیل شوی


واشنګټن: د ټرمپ ادارې د لاک ډاون د نرمولو په لړۍ کې د امریکا د پرانېستلو بهیر ته دوام ورکړی او له بلې خوا د کورونا وایرس د سپینې ماڼۍ کارکونکو ته رسېدلی.

د سپینې مانۍ لږ تر لږه دوه کارکونکي کورونا نیولي چې یو پکې د ولسمشر ټرمپ نږدې خدمت کونکی او بل پکې د مرستیال مایک پېنس مطبوعاتي کس دی.

د مایک پېنس ویاند ویلي، د پېنس د کورونا معاینات منفي راوتلي او د ګل یا دوشنبې په ورځ به په سپینه ماڼۍ کې خپل کار ته ورځي، چېرې چې ټاکل شوې ده له والیانو سره به په یو ویډیو کانفرانس کې د کورونا په وړاندې روان غبرګون باندې خبرې کوي.

د پېنس ویاند ډېوېن اومېلي د یکشنبې یا اتوار په ورځ په یو بیان کې ویلي،

"د ولسمشر مرستیال مایک پېنس به د سپینې ماڼۍ د طبي ډلې سپارښتنې په پام کې نیسي او دی په قرنطین کې نه دی."

د کورونا وایرس سره د جګړې په برخه کې د سپینې ماڼۍ کارپوه ډاکټر فاوچي چې په خپله خوښه له نورو جلا شوی هم پکې کورونا منفي شوې.

ددې ترڅنګ د کورونا لپاره د سپینې ماڼۍ د کاري ځواک دوه نور جګ پوړي کسان چې یو د خوړو او درملو د ادارې مشر سټیفن هان او بل په امریکا کې د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز مشر رابړټ ریډفیلډ نومېږي په خپله د دوو اونیو لپاره وروسته له هاغې قرنطین شول کله چې په کورونا اخته شوي کس سره یې اړیکه اړیکه راغله.

په امریکا کې تر ۱.۳ میلیونو زیات خلک په کورونا باندې اخته او تر ۸۰۰۰۰ زیات مړه شوي دي.

نیویارک چې تر ټولو زیات ځپل شوی او د مړینو شمېر پکې ۲۷۰۰۰ ته رسېږي پلان لري چې د جمعې په ورځ پکې ځینې کاروبارونه پرانېستل شي.

تر نیویارک مخکې په ګڼو نورو ایالتونو کې چې د کورونا پېښې پکې کمې شوې دي کاروبارونه پرانېستل شوي دي.

په نیوزېلنډ کې چې نږدې پنځه اونۍ پکې د کورونا وایرس د کنټرول لپاره سخت لاک ډون لګېدلی وو د زیات یا پنجشنبې په ورځ به پکې ځینې کارونه پرانېستل شي او خلکو ته به اجازه ورکړل شي چې رسټورانټونو، سینماګانو او مالونو ته ولاړ شي.

همدارنګه خلکو ته به اجازه وي چې د زیارت له ورځې د هېواد دننه سفرونه وکړي او ښونځي او بارونه به په راتلونکې اونۍ کې پرانېستل شي.‌

په فرانسه کې هم د اته اونیو لاک ډاون څخه وروسته د ګل یا دوشنبې په ورځ محدودیتونه نرم شول او خلکو ته اجازه وه چې د باندې ولاړ شي او ځینې دوکانونه هم پرانستل شوي وو.

همدا ډول په اسپانیه، بلجیم او یونان کې هم د ګل یا دوشنبې په ورځ محدودیتونه نرم شوي دي خو د برتانیې لومړي وزیر بورېس جانسن ویلي، چې لا ډېر وخته دی چې هېواد یې هم په بندیزونو کې داسې نرموالی راولي.

هغه ویلي، "مونږ به یواځې په هیلو او اقتصادي اړتیاو مخې ته نه ځو بلکه مونږ به ساینس، مالومات او د خلکو روغتیا په پام کې نیسو."

په جنوبي کوریا کې چې د څو اونیو لپاره د کورونا ډېر لږې پېښې پکې رپوټ کېدې تر ۳۰ زیاتې پېښې پکې د ګل په ورځ رپوټ شوي چې اکثره یې له نایټ کلپونو او بارونو سره اړیکه درلوده.

په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۴.۲ میلیونو او د مړو شمېر له ۲۸۴۰۰۰ څخه اوختی دی.

XS
SM
MD
LG