لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

برتانیې ته په رسېدو باید هر کس دوه اونۍ قرنطین شي


واشنګټن: برتانیه غواړي چې هر کس دغه هېواد ته په رسېدو سره په خپله خپل ځان دوه اونۍ قرنطین کړي او په نورو اروپايي هېوادونو کې هم دې ته ورته پرېکړې شوي.

د دغو سفري محدودیتونو سره د سیلګرۍ او ایرلاینونو کاروبار زیات اغېزمن شوی دی.

هوايي شرکتونه خبرداری ورکوي چې د دوی له ډلې څخه به نور هم ویرجن اټلانټیک سره یوځای شي کوم چې دا مهال له دیوالیه کېدو (بینکرپسۍ) سره مخ دی.

همدارنګه د فلایبي په نامه د برتانیې ستر کورني هوايي شرکت چې په جنورۍ کې له بندېدو څخه ژغورل شوی وو بلاخره په په مارچ کې بېنکرپسي اعلان کړه.‌

په برتانیه کې د بېنکرپټ شوي هوايي شرکت (فلایبي) الوتکه.
په برتانیه کې د بېنکرپټ شوي هوايي شرکت (فلایبي) الوتکه.

خو د برتانیې حکومت د ګل یا دوشنبې په ورځ د دې خبرې اعلان وکړ چې هر څوک له بهر څخه برتانیې ته ورځي نو د دوو اونیو لپاره به خپله ځان قرنطین کوي.‌

د جون له میاشتو به له مسافرینو څخه غوښتل کېږي چې په برتانیه کې د پاتې کېدو او قرنطین کېدو ځای یا ادرس دوی ته ورکړي او که هر چا له دغې پرېکړې سرغړونه وکړه نو ۱۲۴۰ ډالره به جریمه کېږي.

څېړونکي اټکل کوي، چې په ګرده نړۍ کې به سیلګري یا ټوریزم په روان کال کې له ۸۵۰ میلینو څخه تر ۱.۱ بیلینه ډالره تاوان وکړي او تر سلو میلیونو زیات خلک به خپلې دندې له لاسه ورکړي.

XS
SM
MD
LG