د امریکې په سپينه ماڼۍ کې کار کوونکو ته لارښوونه شوې چې په سپينه ماڼۍ کې دې ماسک اچوي يا خله پټوي چې د کرونا وايرس د خورېدو مخنيوی وشي.
د سپينې ماڼۍ په دوه کار کوونکو د کرونا وايرس د پخلي کېدو وروسته د ماسک اچولو لارښوونه شوې ده.
د کرونا وايرس د مخنیوي دپاره د جوړ ټاسک فورس څو چارواکو هم په خپله ځان قرنطين کړی دی.
د ګل په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د کرونا وايرس سېوا کېدو ثبوتونه تر سترګو شوي دي.
د ګورنرانو سره په ويډيوي ليدنه (ويډيو کانفرنس) کې مايک پنس او د کرونا وايرس ټاسک فورس غړې ډاکټر ډيبورا برکس په بېلو بيلو کمرو کې ناست ؤ.
په سپينه ماڼۍ کې کار کوونکي چې وړاندې به يې ماسک نه اچولو د ګل په ورځ په ماسک کې ليدل شوي دي.
د ګل په ورځ د لویديځې څانګې د عملې غړو ته ویل شوي چې په ودانۍ کې به ماسک اچوي سېوا د دې نه چې د خپل کار په ځای ناست وي.
د صدر ټرمپ نه د ګل په ورځ پوښتنه شوې چې هغه ولې ماسک نه اچوي هغه يې په ځواب کې ویلي (زه چاته هم نزدې نه يم).
د سپينې ماڼۍ د لویديځې څانګې د عملې غړو ته هره ورځ د کرونا وايرس د ټېسټ لار ښوونه هم شوې ده.
په امریکا کې تراوسه پورې ۱۳ لکه خلک د کرونا وایرس نه اغېرمن شوي دي.
د واشنګټن پوهنتون داسې اشارې ورکړي چې په ملک کې د اګست د میاشتې د اخرې پورې د مړو شمېره يو لک ۳۷زرو ته رسېدی شي دا په داسې حال کې چې رياستونه کاروبارونه بيرته پرانيزي.