لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: په کرونا  وايرس اخته نور ۳۹ تنه مړه شوي


په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور ۳۹ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۷۰۶ ته رسېدلې ده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ملک کې په نورو ۱۱۴۰ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

پاکستان کې په ۳۲زره ۸۱ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې پکې د سرکاري شمېرو ترمخه ۸۵۵۵ صحتمند شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې په کرونا وايرس د اخته نورو ۱۲ تنو د مړه کېدو سره په صوبه کې د مړو شمېره ۲۵۷ ته رسېدلې ده.

په خېبرپښتونخوا کې پرله پسې په څلورمه ورځ د لسو نه سېوا تنه د کرونا وايرس نه مړه کيږي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه تر ټولو زياتې مړينې په خېبرپښتونخوا کې شوي دي.

په صوبه کې په ۴۸۷۵ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۱۲۵۶ ترې صحتمند شوي دي.

په پنجاب صوبه کې هم په تېر شوا روز کې ۱۴ تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

په پنجاب کې په د کرونا وايرس نه ټول ۲۱۱ تنه مړه شوي، په ۱۱زره ۸۶۹ کې د کرونا وايرس پخلی شوی او ۴۴۵۲ ترې روغ شوي دي.

په سند صوبه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۱۱ تنه د کرونا وايرس نه مړه شوي چې ورسره په صوبه کې د مړو شمېره ۲۰۰ ته رسېدلې ده.

په سند کې په ۱۲زره ۱۷ کسانو کې د کرونا پخلی شوی او ۲۱۴۹ ترې صحتمند شوي دي.

بلوچستان کې د کرونا وايرس نه ۲۷، اسلام اباد کې شپږ او ګلګت بلتستان کې څلور تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG