لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل کې په يو روغتون برید شوی


د افغان چارواکو په وېنا وسله والو په پلازمينه کابل کې په يو روغتون برید کړی چرته چې بې پولې ډاکټران يو روغتون چلوي ځينې راپورونه وايي بريد په دولتي روغتون شوی دی.

رويټرز خبري ادارې ويلي په سمدستي ډول په دشتې برچي روغتون بريد کې د مرګ ژوبلو مالومات نشته.

طالبانو ويلي چې دوی په دغه کار کې لاس نه لري.

د عامې روغتيا د وزارت وياند وحېد الله مایار ويلي د بې پولې ډاکټرانو يا (اېم اېس اېف) روغتون سل کټونه لري.

ای پي بيا ويلي دغه روغتون چې ماشومان پکې زېږي د شيعه مسلمانانو د زياتې ابادۍ په علاقه کې دی.

د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق ارين ويلي امنيتي ځواکونو د ۸۰ پورې ښځې او ماشومان ژغورلي دي.

هغه ويلي ځواکونه د ترهګرو په ختمولو بوخت دي چې حالات قابو کړي هغه ويلي يو بريدګر وژل شوی هم دی.

XS
SM
MD
LG