لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکرونا مخنیوی:دپاکستان پارلیمان کې په حکومتي تګلاره سختې نیوکې شوي


دپاکستان په سینیټ کې مخالفو سیاسي ګوندونو په حکومت سختې نېوکې کړي چې دکرونا وبا دمخنیوي دپاره کومه واضحه تګلاره په لاس کې نه لري اؤ دا چې دهیواد حکومت وزیراعظم عمران خان نه بلکې بل “څوک” چلوي

خو حکومت وایي چې د دویمې نړیوالې جګړې راپدیخوا دکرونا وبا تر ټولو ستر کړکیچ دی اؤ دنړۍ دسترو،سترو هیوادونو اقتصادونه دې وایرس ځپلي دي .

پاکستان کښې د کرونا دناروغانو شمیره د ۳۱زرو نه سیوا شوې ده او دې له وجې د مړو شمیره هم په ۷۰۰ وراوښتې ده، ټولو نه زیاتې مړینې د کرونا وائرس له امله خیبر پښتونخوا صوبه کښې شوي دي.

دسینیټ غونډې ته د نهې په ورځ دمخالفې ډلې مسلم لیګ نون یو مهم مشر راجا ظفرالحق ویلي کله چې پاکستان ته کرونا وایرس راورسیدل نو حکومت کولی شول چې ددې د زیات خوریدو مخه ونیسي خو دهغې پځائ حکومت ټول توان دخپلو سیاسي مخالفینو په ضد په پروپېګنډو ضائع کړو.

هغه وویل ډاکټرانو چغې وهلې چې د کرونا دخوریدو مخنیوي دپاره په فعالیتونو بندیز اړین دی خو حکومت دلاک ډاؤن یا کاربندیز په اړه وړومبی هېلې بهانې کولې اؤ دخلکو ذهنونه یې خرابول اؤ بیا یې لاک ډاؤن وکړو چې دهغې زیاته ګټه ترلاسه نه شوه.

د پیپلز ګوند سنیټرې شیري رحمان وویل د پاکستان تاریخ کې په وړومبي ځل داسې شوي چې قام د کرونا وژونکې ناروغۍ سره مخ دی اؤ مرکز صوبو ته وایي چې تاسو خپله ،خپله مخه کوئ.

هغې وویل دکرونا دمخنیوي په اړه چې کومې سپارښتنې شوې وې په هغې دعمل کولو برعکس نن ټول بازارونه خلاص پراته دي،خلک داختر دپاره دسوداګانو په اخستلو بوخت دي اؤ دا هرڅه ښایي زمونږ واکمنانو خلکو ته مبهم پیغام ورکړی دی.

شیري رحمان وایي دپاکستان وزیراعظم یو لاپته یا ورک شخص دی ،دهغه پالیسۍ ،یو ووالی اؤ خواخوږۍ په نظر نه راځي په داسې حال کې چې سینیټران پارلیمان ته راغلي ، وزیراعظم چرته دی اؤ دا هیواد څوک چلوي؟

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل دکرونا په اړه تګلاره کې هیڅ ابهام نشته ،بلکې دا تګلاره ډاګیزه ده اؤ د پیپلزګوند په ګډون پکې دنورو مخالفو ګوندونو رایې هم اخستل شوي دي.

هغه وویل نړۍ ګڼي چې د دویمې نړیوالې جګړې راپدیخوا دا تر ټولو ستر بحران دی خو پاکستان به د یو قام په توګه دې ناروغۍ ته ماتې ورکوي.

هغه وویل داسې تاثر ورکول کیږي چې ګنې د کرونا نه دخلاصون یوازینۍ لاره لاک ډاؤن دی خو داسې کله هم نه ده،لاک ډاؤن یوازې ددې دمخنیوي یوه برخه ده اؤ دائمي مخنیوی به یې په ویکسین کیږي چې دهغې دپاره ټوله نړۍ په هڅو بوخت ده.

هغه وویل ترڅو چې دکرونا ویکسین مخې ته نه وي راغلي تر هغې به مونږ ددې دمخنیوي دپاره له خپله انده هڅې کوؤ خو په حکومت دا نیوکې ځائ نه نیسي چې ګنې دمخالفو ډلو خبرې ته یې غوږ نه دی نیولی.

پاکستان کې د نهې په ورځ په کرونا وايرس اخته نور ۳۹ تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۷۰۶ ته رسېدلې ده.

پاکستان کې په ۳۲زره ۸۱ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی چې پکې د سرکاري شمېرو ترمخه ۸۵۵۵ صحتمند شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې په کرونا وايرس د اخته نورو ۱۲ تنو د مړه کېدو سره په صوبه کې د مړو شمېره ۲۵۷ ته رسېدلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG