لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داعش خراسان د ننګرهار په جنازه د ځانمرګي بريد زمه واري منلې


د افغانستان د ختيځ ننګرهار ولايت کې په جنازه ترسره شوي ځانمرګي برید زمه واري داعش خراسان منلې ده ياد ځانمرګی پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په ښېوه ولسوالۍ کې د پوليس مشر شېخ اکرم په جنازه شوی ؤ.

د راپورونو ترمخه په ياد بريد کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۶ ژوبل شوي وو.

د ياد بريد زمه واري څو ساعته وروسته د داعش خراسان، افغانستان څانګې منلې ده.

يوه ورځ وړاندې داعش په کابل کې د امنيتي ځواکونو په کاروان د چاؤدنو د بريدونو زمه واري هم منلې وه.

ځينې افغان چارواکي تراوسه پخلی نه کوي چې دغه بریدونه داعش کړي دي خو ځينې بيا وايي چې دا خبرداری دی او ډله دې کمزورې ونه ګڼل شي.

د نړيوالې ترهګرۍ پرضد مبارزه کوونکي يو چارواکي وي او ای ته ویلي دا ويل به د وخت نه وړاندې وي چې داعش مات کړی شوی يا ختم کړی شوی دی.

د ترهګرۍ پرضد مبارزه کوونکي چارواکي په دې نظر دي چې ځينې څيړونکي وايي چې د څو ناکامو باوجود هم دا ډله ټينګه ده.

په افغانستان کې د داعش د تازه عملیاتو زمه وارۍ منل په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د روانې اوونۍ په سر کې د افغانستان استخباراتي اداې (اېن ډي اېس) د داعش د مشر ضيا الحق چې په ابو عمر خراسان پېژندل کيږي سره د درېو تنو نیولی ؤ.

تيره میاشت هم په څو عملياتو کې د داعش بل مهم مشر عبدالله اورکزی او هغه سره نور ۱۹ تنه نیول شوي وو.

ويل شوي داعش ته په نومبر کې په ننګرهار کې او په مارچ کې په کونړ کې ماتې ورکړی شوې کوم چې د امریکا د دفاع چارواکو مهم ګام بللی ؤ.

پرون په کابل کې په يو روغتون وسله وال بريد شوی چې پکې د چارواکو په وېنا دوه نوي زېږېدلي ماشومان، د ماشومانو ميندې او نرسانې وژل شوې او د وژل شوؤ شمېره ۱۳ ښودل شوې وه.

په بريد کې د ماشومانو او ښځو سره نرسانې هم ژوبل شوې وې. برید د ماشومانو د زېږدنې په روغتون شوی ؤ.

د افغانستان ملي امنيت ويلي دغه کار طالبانو کړی خو طالبانو ويلي په دغه بريد کې یې لاس نه درلود، او نه بيا کومې بلې ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.

افغان ولسمشر اشرف غني په کابل او ننګرهار کې بريدونه غندلي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته يې لارښوونه کړې چې د طالبانو پرضد د دفاعي حالت په ځای په هغو بريدونه کوي.

بل لور ته د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د کابل او ننګرهار د بريدونو غندنه کړې او ويلي یې دي طالبانو چې د کابل او ننګرهار په بريدونو کې لاس لرل رد کړي، طالبان او افغان حکومت دې همکاري وکړي او په دغو بريدونو کې ککړ دې د قانون منګولو ته راولي.

XS
SM
MD
LG