لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېشوګانې هم په خپلو کې کورونا وایرس خپرولی شي


واشنګټن: د لابراتوار (لیباټرۍ) په یوې نوې تجربه کې دا جوته شوې ده چې پېشوګانې کولای شي په خپلو کې یو او بل ته کورونا وایرس خپور کړي بې له دې چې د ناروغۍ کومه نښه پکې ولیدل شي.

ساینس پوهانو د خپلو دې تجربو پایله د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان کړه.

دوي وايي، په دې اړه باید نورې څېړنې وشي چې ایا د انسانانو او پېشوګانو ترمنځ هم یو او بل ته دغه وایرس خپرېدای شي او که نه.

تر اوسه پورې روغتیا پوهانو دغه امکانات نه دي تایید کړي.

په امریکا کې د سارویو روغتیايي اسوسیېشن په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په لابراتوار کې په قصدي توګه په کورونا وایرس باندې د پېشو اخته کېدل دا معنی نه لري چې پېشوګانې به په طبعي توګه هم په اسانۍ سره په دغه وایرس اخته کېږي.

د وایرسي ناروغیو متخصص پیټر هفمن وايي، "هر څوک چې ددغه خطر په اړه اندېښنه لري نو باید نظافت او پاکوالی په پام کې ونیسي."

هغه وویل، خپل کورني ځناور مه ښکولوئ او هر ځای پاک ساتۍ تر څو د ځناورو له لیارې په وایرس د اخته کېدو وېره او ګواښ کم شي.

په پېشوګانو باندې دغه نوې څېړنه هفمن او د امریکا د ویسکانسن پوهنتون د سارویو د طبي لابراتوار همکارانو لخوا شوې ده او د شورو یا چهارشنبې په ورځ په نیو انګلېنډ طبي مجله کې چاپ شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG