لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين وايي، د وړاندې نه قرنطين ؤم


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي نزدې د شپږو اووه ورځو نه قرنطين يم او چې درې، څلور ورځې وړاندې يې معاينه يا ټېسټ وکړو ملګرو ورته وويل چې ټېسټ يې مثبت راغلی دی.

منظور پشتين په کابل او ننګرهار کې شوي بريدونه غندلي دي.

په فېس بک نېغ په نېغه خبرو کې منظور پشتين وايي زه د وړاندې نه قرنطين ؤم او زیاتوي که چاته کرونا وايرس وشي نور ډېر دې ونه ويرول شي چې هغه ترې نور د پرېشانۍ ښکار شي.

هغه وايي که حکومت لاک ډاؤن ختموي او که يې نه ختموي خو د پي ټي اېم ملګري دې ځانونه او خپلې کورنۍ قرنطين کړي.

هغه وويل بايد احتیاط وکړی شي، ماسک او دستانې اچول او لاسونه په سېنېټایزر پاکول او د فاصلو دې خيال وساتل شي.

پشتين وايي زمونږ په وطن ډېر څه تېر شوي دا کرونا به هم پرې تېره شي.

خو نوموړی وايي که څوک په کرونا اخته شي هغه ته حوصله ورکوئ روغې خبرې ورته کوئ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين نه وړاندې د پي ټي اېم بل مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير هم په کرونا وايرس اخته شوی دی.

منظور پشتين په خپلو خبرو کې وویل د کرونا وايرس د خورېدو سره په پښتنه خاوره په ریاستي توګه د عامو پښتنو خلاف روان ظلم او جبر هم نه دی کم شوی.

هغه وويل د نامالومو خلکو لخوا اوس هم د پښتنو وژنې روانې دي.

پشتين زیاته کړې چې د کرونا وبا له امله يې خپلې هلې ځلې ځندولې وې خو د عارف وزير په وژنه دوی احتجاج وکړو، او وی ويل که په راتلونکې کې وژنې روانې وې دوی به په احتجاجونو مجبور وي.

هغه په په جاني خېلو کې د يو تن د وژنې او په کابل او ننګرهار کې د شوؤ بريدونو غندنه کوي.

هغه وويل د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر ويلي چې عارف وزیر په افغانستان کې انټرويو ورکړې وه دا د هغې غبرګون دی، پشتين وايي بايد هغه ته دغه غبرګون هم مالوم وي چې د چا د طرفه ؤ.

هغه زياته کړه ریاست دې د عارف وزیر قاتلان مالوم کړي او ودې نیول شي او پي ټي اېم چې د خپل اېف ايي ار کومه خبره کړې ده هغه به هم ډېر زر درج کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG