لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي افغان ځواکونو سره جګړې ته تيار دي


په کابل او ننګرهار کې د ترهګرو بريدونو وروسته چې افغان ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونو ته امر کړی د دښمن پرضد پرضد دې عمليات بيرته په ځای کړي، طالبانو د شورو/چهارشنبې په ورځ ويلي دوی هم د افغان ځواکونو سره جګړې ته تيار دي.

د نهې/سه شنبې په ورځ په کابل کې په روغتون شوي بريد کې د نوؤ زېږېدلو ماشومانو، مېندو او نرسانو په ګډون ۲۴ تنه وژل شوي او بيا هم په دغه ورځ په ننګرهار کې په يوه جنازه شوي ځانمرګي بريد کې ۳۲ تنه وژل شوي وو.

افغان ولسمشر اشرف غني د دغو بريدونو زمه واري په داعش او طالبانو ور اچولې او افغان ځواکونو ته يې د دښمن پرضد بيرته د عملياتو په ځای کولو امر کړی ؤ.

افغان ځواکونه په هېواد کې د سولې د خبرو په موخه د څو اوونیو راهسې په دفاعي حالت کې وو.

خو طالبانو چې د نهې/ سه شنبې په بريدونو کې يې لاس لرل رد کړي خبرداری يې ورکړی چې دوی د افغان ځواکونو هر ډول بريد ته پوره تیار دي.

طالبانو ويلي که له دې وروسته تشدد سېوا کیږي زمه واري يې بايد د کابل د حکومت په اوږو واچول شي.

امریکا او ملګرو ملتونو د دغو بریدونو غندنه کړې ده.

طالبانو د دغو بریدونو زمه واري په داعش او افغان استخباراتو اچولې ده.

داعش د نننګرهار د بريد زمه واري منلې خو د کابل په روغتون د شوی بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي طالبانو چې په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي، افغان حکومت او طالبان دې په دغو بريدونو کې ککړ د قانون منګولو ته راوستو په لړ کې همکاري وکړي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، "د داسې یوه ګډ دښمن په ضد چې دا ډول جنایتونه تر سره کوي او د کويد-۱۹ د محدودولو لپاره، د طالبانو او افغان حکومت همکاري اړينه ده. پدې کې پاتي راتلل به افغانستان د ترهګرۍ، پرله پسې بې ثباتۍ او اقتصادي ناخوالو په وړاندې بې زیان-منونکی پریږدي. اوس د سولې په لور د پرمخ تللو مهال دی".

هلته بيا په کابل کې د امریکا سفارتخانې ويلي په افغانستان کې چې وروستي ترهګر بريدونه شوي طالبان ورته د زمينې برابرولو زمه وار دي.

د افغان ولسمشر د دوېم مرستيال سرور دانش دفتر ويلي د امریکايي سفارتخانې د مرستیالې کرېن ډېکر سره يې په ويډيو خبرو کې د افغانستان په حالاتو خبرې شوي او مرستیالې د کابل او ننګرهار د بريدونو په اړه ويلي چې طالبانو د بریدونو زمه واري نه ده منلې خو دوی زمه وار دي چې داسې بريدونو ته يې زمينه برابره کړې ده.

بل لور ته د افغان ولسمشر وياند صديق صديقي هم ويلي طالبان د تېرو ۱۹ کلونو راهسې په روانو بريدونو کې يو ډول لاس لري، او طالبان تش په اعلاميه خپرولو ځان د بريدونو د زمه وارۍ څخه نه شي خلاصولی ځکه چې طالبان اوس هم د القاعده، حقاني شبکې او نورو تنظيمونو سره اړيکې لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG