لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د صحت نړيواله اداره وايي، ښايي کرونا وایرس هيڅکله لرې نه شي


په ګرده نړۍ کې خلک دې ته حېران دي چې د کرونا وايرس شايد لرې شي خو پوهان وايي "شايد هيڅکله هم نه".

د صحت نړيوالې ادارې د شورو/ چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د کرونا وايرس چې په نړۍ کې يې د څلور اعشاريه درې ميلينه پورې خلک اغېزمن کړي، ښايي چې د اېچ ايي وي په څېر ناروغي جوړه شي او خلک د دې سره ژوند کول زده کړي.

د صحت د نړیوالې ادارې د بېړنیو حالاتو مشر مايک رېان ويلي دا وايرس ښايي په ټولنو کې پاتې شي که څه هم د دې ويکسين جوړ شي.

هغه ويلي اېچ ايي وي لرې نه شو خو مونږ د دې وايرس د مخنيوي دپاره مخې ته راغلو.

د صحت نړیواله اداره وايي، په نړۍ کې د ۱۰۰ نه زياتې ادارې لګيا دي چې د کرونا وایرس ضد ویکسين جوړ کړي.

د اوونيو او میاشتو وروسته چې خلک په لاک ډاؤن کې دي په ګرده نړۍ کې خلک غواړي چې بيرته عادي ژوند ته راشي خو دا مهال داسې اشارې نه ښکاري چې دا وبا لرې شي.

ځينې هېوادونو لکه نيوزي لېنډ او تهايي لېنډ کې د شورو په روځ د کرونا وايرس يوه پېښه مخې ته نه ده راغلې خو بل لور ته په روس کې د تېرو ۱۱ ورځو راهسې پرله پسې د ورځې په حساب د لسو زرو نه زيات خلک اغېزمن کيږي.

روس د امریکا نه وروسته دوېم ملک دی چې د کرونا وايرس پېښې پکې ډېرې مخې ته راځي.

د امريکې د جونز هوپکننر پوهنتون ترمخه دا وخت په نړۍ کې ۴۳ لکه ۶۰زره او ۶۰۷ کسان کرونا وايرس اغېزمن کړي او دوه لکه ۹۷ زره ۳۷۱ يې مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG