لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: د کرونا وایرس له کبله په نړۍ کې ذهني ناروغۍ په زیاتېدو دي


واشنګټن ـــــ ملګري ملتونه وایي د کرونا وایرس له کبله په نړۍ کې د ذهني او اعصابي ناروغیو د ډېرېدو خطر زیات شوی دی چې وایي باید د مخنیوي لپاره یې په بیړنۍ توګه ګامونه واخیستل شي.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې- زیارت په ورځ پخپل پالیسي خبرتیا رپوټ کې ویلي، چې که څه هم د کرونا وایرس له کبله د پیدا شوي بحران په لومړیو میاشتو کې د خلکو بدني روغتیا هم د پام وړ اندېښنه وه خو وایي دې وبا د نړۍ پر زیاته ابادي ذهني فشار هم زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېریس په خپل یوه تازه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د ذهني ناروغیو په برخه کې تر لسیزو غفلت او کمې سرمایه کارۍ وروسته اوس کرونا وایرس خلک له یوه اضافي ذهني فشار سره مخ کړي دي. ښاغلی ګوتېریس وایي:

"حتی که د کرونا وایرس مخنیوی هم وشي، غمونه، اندېښنې او پرېشانۍ به دوام لري او پر خلکو به اغېز کوي".

ملګرو ملتونو پخپله خبرتیا کې دا خبره په ډاګه کړې ده چې وایي د کرونا وایرس له کبله کوم خلک تر زیات فشار لاندې دي، دا اندېښنه ده چې هغوی یا د هغوی خواخوږي او خپلوان د دې ناروغۍ ښکار کېدای او ترې مړه کېدای شي.

په رپوټ کې د کرونا وایرس له کبله په نړۍ کې پراخ ټولبند یا لاک ډاون ته په اشارې سره ویل شوي چې ګڼ شمېر هغه خلک هم له ذهني فشار سره مخ شوي چې یا یې روزګارونه بایللي او یا د بایللو له خطر سره مخ دي او یا له خپلو خپلوانو لرې شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د ذهني ناروغیو د څانګې مشرې ډیوورا کیسټل د ملګرو ملتونو د خبرتیا آنلاین غونډې ته وویل، "موږ پوهېږو چې اوسني حالات، ډار، بې باوري او اقتصادي ګډوډي دا ټول د ذهني فشار سبب دي او یا یې سبب جوړېدای شي":

مېرمن د ځینو روغتیايي کارکوونکو د ځانوژنو رپوټونو ته په اشارې سره وویل چې "روغتیا کارکوونکي او د دې وبا د لومړي صف مخنیوونکي تر زښته زیات ذهني فشار لاندې کار کوي او هغوی په ځانګړې توګه زیات زیانمن کېږي".

ملګري ملتونه وایي د کرونا وایرس له کبله پېښ شوی بحران د ټولنې د هرې طبقې د ذهني فشار سبب شوی دی، وایي ماشومان- چې له سکولونو بهر ساتل شوي- هم له بې باورۍ او ناارامۍ سره مخ دي.

وایي ماشومان هم له ښځو سره یو ځای د کورني تشدد له خطر سره مخ دي ځکه چې وایي په دې ورځو کې زیات خلک خصوصاً نارینه د ټولبند له کبله زیات وخت په کورونو کې تېروي. وایي په دې برخه کې د لوی عمر کسان زیات له خطر سره مخ دي او هر وخت د کرونا وایرس د ور پورې کېدو اندېښنه شته.

"د هغو خلکو ذهني فشار لا نور زیاتېدای شي چې مخکې له مخکې هم اعصابي ناروغي لري او په دغو ورځو کې نه شي کولای د پخوا غوندې ډاکټر ته لاړ شي او مخ په مخ یې علاج وشي".

ملګرو ملتونو خپل دغه د خبرتیا رپوټ د مختلفو څېړنو په بنیاد خپور کړی دی، چې یوه څېړنه یې د افریقې د شمال ختیځ هېواد ایتوپیا په امهارا سیمه کې کړی، چې وایي تر کرونا وبا مخکې یې د ابادۍ ۳۳ فیصده خلکو له دې وبا سره تړلې د پرېشانۍ نخښې لرلې.

د روغتیا د نړیوال سازمان د ذهني ناروغیو د څانګې مشره ډیوورا کیسټل وایي، څېړنې ښیي چې د کرونا وایرس له کبله د پیدا شوي بحران په مهال په ایران کې هم ۶۰ فیصده او په امریکا کې ۴۵ فیصده ذهني فشار زیات شوی دی.

ملګرو ملتونو پر هېوادونو ږغ کړی چې وایي د کرونا وایرس د مخنیوي په څنګ کې دي د ذهني ناروغیو د مخنیوي په برخه کې هم بیړنۍ مرسته وکړي او په دې برخه کې دې زیاته سرمایه کاري وکړي، ځکه چې وایي هېوادونو تر دې بحران مخکې د ذهني ناروغیو د مخنیوي لپاره د خپلې روغتیايي بودیجې یواځې دوه فیصده برخه ځانګړې کوله.

XS
SM
MD
LG