لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي بیلابیلو هیوادونو کې بند پاتې شوي خپل وګړي په خوندي ډول خپل هیواد ته راستنوي


پاکستان وایي دکرونا وایرس دلاسه یې نورو هیوادونو کې بند پاتې شوي خپل ۲۴زرو نه زیات وګړي هیواد ته په خوندي ډول په ځانګړو الوتکو کې راستانه کړي اؤ دغه لړۍ یې دوامداره ساتلې ده.

د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرولو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو د دفترې ویاندې ډاکټرې عائشه فاروقي ویلي په نزدې ورځو کې ۵۷۰پاکستاني وګړي ديي ایي ای په دوؤ ځانګړو الوتکو کې دامریکا څخه بیرته راوستل شوي اؤ په څلورو نورو الوتنو کې به دغلته بند پاتې شوي نور پاکستانیان هم هیواد ته راستانه کړل شي.

ویاندې ویلي تیره اوونۍ د کوالالمپور اؤ سنګا پور څخه ۲۶۳،بنګله دیش څخه ۱۲۰،جنوبي افریقي څخه ۱۰۸ اؤ دګڼو نورو ګاونډیو افریقايي هیوادونو اؤ شپږو اروپايي هیوادونو څخه ۶۵ پاکستاني وګړي په خوندي ډول دهیواد بیلابیلو سیمو ته راستانه کړل شوي دي.

عائشه فاروق ویي تر اوسه د ۳۵ؤ څخه زیاتو هیوادونو نه پاکستان خپل ۲۴ اؤ۴۶۶ هغه وګړي بیرته راوستلي چې په دغو هیوادونو کې د کرونا وایرس له امله بند پاتې وؤ اؤ غوښتل یې خپل هیواد ته بېرته لاړ شي.

دا‌ په داسې حال کې ده چې پاکستان ته دبیلابیلو هیوادونو نه راستنو شوؤ یو شمیر وګړو په ټولنیزو رسنیو نیوکې کړي چې په هغوئ د راوستلو په مهال دالوتکو ټکټونه دخپل ټاکلي نرخ څخه په ګرانو بیعو پلورل کیږي. بلکې دپاکستان په هوایي اډو هم ترې پیسې اخستل کیږي.

تیره میاشت په دوبۍ کې یو شمیر پاکستانیانو په ګران نرخ د ټکټونو پلورل کیدلو په ضد دوبۍ کې دپاکستان دسفارت مخې ته احتجاج هم کړی ؤ.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې ددغو تورونو هیڅ رقم سپیناوی نه دی کړی خو داپریل په میاشت کې دپاکستان دولتی هوایي شرکت پي‌ ایي ای منلې وه چې دهغوئ ځېنو ایجنټانو په ګران نرخ په مسافرو ټکټونه خرڅ کړي اؤ دهغوئ په ضد به سخت ګامونه پورته کړل کیږي.

په نړۍ کې د کرونا د راغلې وبا له امله د پاکستان دهوا بازۍ ادارې سول ایوي ایشن اتهارټي په ۲۵م مارچ د کرونا وائروس له امله د هیواد دننه اؤ بهر ټولې الوتنې په عارضي ډول ځنډولې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG