لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د مالي تاوان د بې دریغه زیاتېدو اټکل شوی


واشنګټن: د رایټرز خبري ادارې د پاکستان د یوې حکومتي ارزونې له مخې رپوټ ورکړی چې د پاکستان مالي کسر (فایننشل ډیفیسټ) به د هغې په پرتله چې اټکل یې شوې وه، ډېر زیات خراب وي، ځکه ویل کیږي چې د کورونا وایرس د وبا له امله میلینونه کسان بې کاره کیږي او غریبي په هېواد کې په زیاتېدو ده.

تر دې وړاندې ویل شوي و چې د پاکستان مالي کسر به سږ کال اوه اعشاریه څلور فیصده وي، خو رایټرز وایي، د پاکستان د یو حکومتي سند له مخې، اوس اټکل شوی چې د هېواد مالي کسر به نږدې نهه نیم فیصدو ته لوړ شي.

سره له دې چې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې او د دې ناروغۍ د لاسه د مړینو شمېره زیاته شوې ده، خو د وزیراعظم عمران خان حکومت تېره اونۍ د کاروبارونو د بیا پرانیستلو لومړی پړاو پیل کړ.

د مالي کسر دغه نوی اټکل تر هغه پخواني ۹٪ هم لوړ دې چې د پاکستان د مالي مشر عبدالحفیظ شیخ لخوا د مې په اتمه نېټه له رایټرز سره په یوې مرکه کې شوی و.

شیخ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، د کورونا د وبا له امله دا ډېره سخته ده چې یو معلومه اندازه سړی وړاندې کړي خو داسې ښکاري چې اقتصاد ښايي له یو څخه تر یو نیم فیصده پورې ځان راټول کړي.

نوموړي یو ویبنار ته د خبرو پر وخت وویل،

"مونږ فکر کوو په کوم کې ځای کې چې مونږ اوس یو له دې به هم ښايي حالات خراب شي."

په دغه خپور شوي سند کې دا هم ویل شوي چې غریب خلک به هم له اقتصادي اغیزې بچ پاتې نه شي او ښايي د غریبو خلکو اوسنۍ فیصدي چې ۲۴.۳ ده دا به ۲۹ او یا هم کېدای شی ۳۳.۵ فیصدو ته لوړه شي.

خبر زیاتوي، لږ تر لږه درې میلیونه خلک به خپلې دندې له لاسه ورکړي چې یو میلیون به یې په صنعتي برخه کې وي او دوه میلیونه به یې په نورو برخو کې.

خو په دې سند کې د پاکستان د اقتصادي ودې د انسټیټیوټ د یوې څېړنې له مخې دا هم ویل شوي چې د هغو کسانو شمېر چې ښايي دندې له لاسه ورکړي کېدای ۱۸ میلیونو ته ورسېږي.

بل پلو د ټکسونو راټولول هم په اپرېل کې ۱۶.۴ فیصده کم شوي دي.

همدا ډول د کورونا د ناوړه اغیز له امله د پاکستان د صادراتو یا برامداتو په کچه کې هم ښايي له ۲.۸ څخه تر ۳.۸ بیلینه ډالرو پورې کموالی راشي.‌ پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې ۲۱.۸ بیلینه ډالرو په اندازه صادرات درلودل.

همدا ډول د وارداتو یا درمداتو کچه به د ۲۰۱۹ کال له کچې چې ۱۳.۸ بیلینه وه ۴.۵ بیلینو ته راکمه شي.

دغه وړاندوینې ښيي چې د پاکستان اقتصادي وده چې په ۲۰۱۹ کال کې ۳.۲۹ فیصده وه په ۲۰۲۰ کال کې ۱.۵ فیصده راکمه شي.‌

چارواکي وايي، پاکستان ډاډه دی چې لږ تر لږه ۵.۴ بیلینه بهرنۍ مالي مرسته به ترلاسه کړي چې په دغې مرسته کې مخکې له مخکې څخه له آی ام اف څخه ۱.۳۸۶ بیلینه ډالره مرسته ترلاسه شوې ده تر څو پورې د کورونا له امله د اوښتو مالي تاوانونو تشه پوره کړي.

بل پلو پاکستان ته د بهرنیو پيسو د راتګ کموالی او د بهرنیو اسعارو د تبادلې له کموالي سره به ددغه هېواد اوسنی مالي کسر نور هم زیات شي.

بله ستره اندېښنه داده چې په پاکستان کې به د سټنډرډ چټررډ بېنک په څېر (چې ۱۱۶ څانګې لري) لوی بانکونه لکه سیټي بېنک او ډیوشې بېنک چې اکثره له کمپنیو سره کارو بار لري ښايي ووځي.

په بانکونو باندې د پیسو د سپیناوي او ترهګرو ته د پیسو د کنټرول په برخه کې مخکې له مخکې زیات فشار دي.

په سپتمبر کې د همدې ستونزو له امله د پاکستان حبیب بېنک ۲۲۵ میلیونه ډالره جریمه شوی و.

XS
SM
MD
LG