لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خليلزاد: د کابل او ننګرهار بريدونه داعش کړي، داعش د سولې مخالفت او فرقوي جګړه پاروي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، امریکا مالومه کړې چې روانه اوونۍ په افغانستان کې په روغتون او د جنازې په مراسمو بريدونه داعش کړي وو.

د نهې/سه شنبې په ورځ په کابل کې په روغتون شوي بريد کې د نوؤ زېږېدلو ماشومانو، مېندو او نرسانو په ګډون ۲۴ تنه وژل شوي او بيا هم په دغه ورځ په ننګرهار کې په يوه جنازه شوي ځانمرګي بريد کې ۳۲ تنه وژل شوي وو.

د ننګرهار په جنازه د شوي ځانمرګي بريد زمه واري داعش منلې وه. طالبانو په دواړو بريدونو کې لاس لرل رد کړي وو.

افغان ولسمشر اشرف غني د دغو بريدونو زمه واري په داعش او طالبانو ور اچولې او افغان ځواکونو ته يې د دښمن پرضد بيرته د عملياتو په ځای کولو امر کړی ؤ.

خليلزاد په ټويټر ويلي، داعش دغه ډول شريرو بريدونو ته پرله پسې لېوالتيا ښودلې، نړۍ او افغانانو ته يو ګواښ دی.

هغه زياته کړې داعش خراسان د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون مخالفت کوي او هڅه کوي چې دغلته د عراق او شام په څېر فرقه ييزه جګړه جوړه کړي.

خليلزاد ويلي افغانان د دې په ځای چې د داعش دام ته ولويږي او د سولې په وړاندې ځنډ يا خنډ جوړ بايد سره راغونډ شي او د داعش ګواښ ته ماتې ورکړي.

خليلزاد دغه بيان په داسې وخت کې ورکړی چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي طالبانو چې په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي، افغان حکومت او طالبان دې په دغو بريدونو کې ککړ د قانون منګولو ته راوستو په لړ کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG