لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې نن د کرونا نور ۱۳ ناروغان مړه شوي


پاکستان کې د جمعې په ورځ ۱۳نور کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره په دغه هیواد کې د کرونا وایرس له امله د مړینو شمیره ۸۱۵ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې دا مهال د کرونا د ناروغانو شمیره ۳۸۰۸۸ده اؤ ددې وایرس له امله تر ټولو زیاتې مړینې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شوي چې شمیر یې ۲۳۴ته رسیږي.

پاکستان کې په کرونا د څار لرونکي مرکز اؤ د روغتیا محکمې د شمیرو له مخې د جمعې په ورځ په ګرد هیواد کې د کرونا نورې ۹۲۸ پېښې ثبت شوي اؤ‌ ۱۳کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

مړو شوؤ کې د ۱۲ؤ تړاؤ سندهـ ایالت اؤ دیو تړاؤ اسلام اباد سره ښودل شوی.

په پاکستان کې دا مهال د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې سندهـ ایالت کې ثبت شوي چې شمیره یې ۱۴۶۹۶ته رسیدلې اؤ په پنجاب کې بیا دا شمیره ۱۳۹۱۴ ده

خیبر پښتونخوا صوبه کې دکرونا ۵۴۲۳ اؤ بلوچستان کې ۲۳۱۹پېښې مخې ته راغلي دي.

د امریکا د جان هاپکنز یونیورسټۍ د کرونا وایرس مرکز د تازه شمیرو تر مخه په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر درې څلوېښت لکه ۶۴ زره او د مړو شمېر دوه لکه ۹۷ زره ۴۶۵ ته رسېدلی دی. ‌ تر دې دمه یو میلین او پنځه لکه ۶۰ زره نه زیات خلک کرونا وایرس نه بیرته رغېدلي دي.

په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیاتو اغیزمنو خلکو شمېره هم هغه شان په امریکا کې ده چېرته چې له دې ناروغۍ د مړو شمېر ۸۴ زره ته نیژدې شوی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر یو میلین ۹۰ زره اوښتی دی. تر دې دمه په امریکا کې دوه لکه ۴۳ زره نه زیات خلک کرونا ناروغۍ نه بیرته رغېدلي دي.

د امریکا وروسته د کرونا وايرسه څخه تر ټولو زیات مرګونه په برتانیه کې شوي چې شمېره یې یو دیرش زره ۳۱۶ زیاته شوې او د مثبت پېښو شمېره دوه لکه ۳۳ زره ۲۶۴ ته رسېدلی دی.

اټلي دریم هیواد دی چیرته چې تر دې دمه کرونا وایرس دیرش زره نه زیات کسان وژلي دي. په اټلي کې تر اوسه ۳۱ زره ۱۰۶ کسان مړه شوي دي، او دوه لکه ۲۲ زره ۱۰۴ تنه په دې ناروغۍ اخته دي. په دغه هیواد کې تر اوسه یو لک ۱۲ زره زیات کسان بیرته روغ شوي دي.

XS
SM
MD
LG