په پاکستان کې په تېر شوا روز کې نور ۱۵۸۱ کسان په کرونا وايرس اخته شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۳۸زره ۷۹۹ ته رسېدلې ده.
د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو شوا روز کې نور ۳۱ کسان د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.
په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۸۳۴ ته ورسېده.
په سند صوبه کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۱۴زره ۹۱۶ او په پنجاب کې ۱۴زر ه ۲۰۱ ده خو د مړو شمېره په خېبرپښتونخوا کې سېوا ده.
په خېبرپښتونخوا کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېرې ۱۶۱۳ او ۲۹۱ ترې مړه شوي دي.
په سند کې ۲۵۵ او پنجاب کې ۲۴۵ کسان چې په کرونا وايرس اخته ؤ مړه شوي دي.
په بلوچستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۳۱ ته رسېدلې ده.
ويل شوي په ملک کې ۱۰زره ۸۸۰ کسان د کرونا وايرس نه روغ شوي دي.