د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چې که څه هم د افغان سولې عمل د خنډانو سره مخ دی خو د ترهګرۍ د قابو کولو دپاره يواځينۍ لاره سوله ده.
په ويډيوي کانفرنس کې خليلزاد ويلي په افغانستان کې د سولې د عمل په بدل کې هيڅ نشته دا يواځينۍ لاره ده چې تشدد ودرول شي او د افغانستان خاوره د امریکا پرضد ونه کاريږي.
نوموړي په افغانستان کې د ترهګرۍ د تازه پېښو غندنه کړې او ويلي يې دي دغو پېښو د سولې په عمل ځينې پوښتنې راولاړې کړي خو خپله افغانستان او نړیواله ورورولي په دې خبره موافق ده چې پوځ کارول د جګړې حل نه دی.
هغه ويلي یواځې سیاسي حل د افغان فريقېنو ترمنځ امن راوستل ممکن کولی شي.
د خليلزاد په وېنا د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې توافقنامه په افغانستان کې د سولې دپاره تاريخي زمينه برابروي.
امريکايي استازي زياته کړې چې باجود د دې چې چېلنجونه رامخې ته دي خو دوی په ټولو فرېقېنو د تشدد کمولو غږ کړی چې ټول د سولې دپاره کار وکړي.
هغه ويلي دوی غواړي زر بېن الافغاني مذاکرت پېل شي او د هغې دپاره نېټه ټاکل کيږي.
نوموړي بيا دغه خبره تکرار کړې چې د کابل او ننګرهار بريدونه داعش کړي دي.
خو افغان حکومت د خليلزاد دغه بيان چې د کابل او ننګرهار بريدونه داعش کړي په غبرګون کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو لاسونه په دې خبره نه شي مینځل کېدای چې هغوی په داسې بریدونو کې له لاس لرلو انکار وکړي.