لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د سورلو په ګاډو د لګول شوي بندېز لرې کولو اعلان وکړو


د پاکستان حکومت وايي د عوام ضرورت او اسانتياؤ ته په کتو يې د عامو خلکو دپاره د سورلو د ګاډو چلولو پرېکړه وکړه.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر ويلي، دغه پرېکړه د جوړې کړنلارې سره کوي.

ويل شوي خلک دې په ګاډو کې د سفر په وخت د کرونا وايرس نه د بچ د کېدو دپاره د ځان او نورو د ساتنې خيال وساتي.

د وزیراعظم د دفتر نه په جاري شوې ويډيو کې ويل شوي، يواځې د ډېر ضرورت په وخت دې ټرېفک وکارول شي.

په ګاډي کې د سفر په وخت د احتياطي تدابيرو نيولو ويل شوي چې په ګاډي کې د سورېدو په وخت دې ماسک او سېنېټايزر وکارول شي.

د ټوخي او پرنجېدو په وخت دې ټشو يا لاس مخ ته ونيول شي او د سېنېټايزر بغېر دې سترګې، پوزه او خله په لاسونو ونه مږل شي.

د غېر ضروري خبرو او لاس مېلاولو نه دې ډډه وشي او ګاډو والا دې د سورلو کېښنولو نه وړاندې په ګاډي کې د جراثيمو مړه کولو دوايي وپاشي.

ويل شوي په ګاډي کې دې ايئرکنډيشن ونه کارول شي شيشې دې خلاصي وي او فاصلې دې وساتل شي.

ګاډو چلوؤنکو ته د ماسک اچولو او په ګاډو کې د سېنېټايزر او ټشو اېښودو ويل شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس د مخنيوي دپاره په شوي لاک ډاؤن کې د نورو بندېزونو سره د عامو خلکو دپاره د سورلو په ګاډو چلولو هم بندېز لګول شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG