لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند پر پاکستان په کشمیر کې د نوې ترهګرې ډلې د جوړېدو تور لګولی خو پاکستان رد کړی


واشنګټن ـــــ د پاکستان او هندوستان له د لاین آف کنټرول پر سر پر یو بل د ډزبندۍ د سرغړونو نورونه له اوږدې مودې راهیسې لګېږي خو د هندوستان د پوځ مشر خپلو وروستیو خبرو کې تور پورې کړی چې وایي پاکستان په کشمیر کې یوه نوې وسلواله ډله جوړه کړې ده، خو پاکستان د هغه دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

د هندوستان د پوځ‌ مشر منوج موکند نراواني د هند له اې این ای خبري ایجنسۍ سره پخپله وروستۍ مرکه کې- چې د مې پر 13مه یې ورسره کړې- تور پورې کړی، چې پاکستان د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې یوه نوې ترهګره ډله جوړه کړې ده. ښاغلی نراواني وایي:

"دا نوې ډله "دي ریزسټینس فرنټ" [د مزاحمت محاذ] نومېږي خو زه به یې "ټېرر ریوایول فرنټ" [د ترهګرۍ بیا ژوندي کېدو محاذ] وبولم. دا په یوه بل نامه یوه بله ترهګره ډله ده، چې د پولې له هغې غاړې یې د خپلو استازو خوا ملاتړ کېږي، خو سم چلند به ورسره وشي".

د هندوستان د پوځ مشر وایي، دغه نوې جوړه شوې ډله له لښکرِ طیبه او جیشِ محمد ډلو سره تړاو لري چې د ده په وینا پاکستان یې ملاتړ کوي. لښکرِ طیبه ډله د پاکستان د پنجاب د حافظ سعید او جیشِ محمد ډله د مولانا مسعود اظهر وه، چې په هند کې د بمبیي د برید په ګډون په ګڼ شمېر بریدونو کې د لاس لرلو تور پرې لګېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هندي پوځ د مشر دا دعوه هسې یو تور بللی او په کلکه یې رد کړی دی. د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې د دې وزارت ویاندې عایشې فاروقي د شنبې- خالي په ورځ په یوه بیان کې ویلي:

"د هندي پوځ د مشر تورونه او پاکستان ته یې ګواښونه ردوو، دا د هند د هغو ناهیله کوونکو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په دې د هندوستان تر ولکه لاندې کشمیر کې له ریاستي ترهګرۍ او د بشري حقونو له پراخو سرغړونو د نړۍ توجه واړوي".

د هندوستان د پوځ مشر د پاکستان له خوا د ډزبندۍ سرغړونو ته په اشارې دعوه کړې چې په وروستیو ورځو کې په هندي کشمیر کې د "ترهګرۍ په پېښو" کې د زیاتوالي وجه د موسم بدلېدل دي چې وایي ترهګرو ته یې دا موقع برابره کړې چې هغې سیمې ته ننوځي.

د هند د پوځ مشر دعوه کړې چې وایي کېدای شي پاکستان د کشمیر شخړې ته د توجه را اړولو په خاطر [په کشمیر کې] کې اضافي ګامونه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پخپل بیان کې ویلي، چې د هند سرغړونې، غلط بیاني او جګړې ته دوام د جنوبي اېشیا امن او ارامۍ ته زیان رسولای شي او پر نړیوالې ټولنې یې ږغ کړی چې له حالاتو دې ځان خبر کړي او پر هندوستان دې ټینګار وکړي چې د سیمه ییز امنیت او ارامۍ په خاطر له ذمه وارۍ کار واخلي.

د هند د پوځ مشر منوج موکند نراواني د اپرېل پر ۱۷مه ویلي یې وو، چې هند او ټوله نړۍ له نړیوالې وبا سره لاس و ګرېوان ده، خو څنګلوری پاکستان یې ورته ستونځې جوړوي، په جواب کې یې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د اپرېل پر ۲۴مه وویل، په داسې وخت کې چې نړۍ د کرونا وایرس د مخنیوي په هڅو بوخته ده، ګاونډی یې هندوتوا [هندوپرستۍ] او ترهګرۍ ته وده ورکوي.

هند او پاکستان په 2003م کال کې د خپلې ګډې پولې یا لاین آف کنټرول پر سر د جنګ بندۍ یو تړون لاسلیک کړی وو، خو پر هغه تړون برسېره دواړو غاړو ته وخت په وخت د نښتو او مرګ ژوبلو خبرونه ورکول کېږي.

پاکستان او هندوستان په تېرو څو اوونیو کې په وار- وار یو پر بل په کشمیر کې د پولې دواړو غاړو ته د ډزبندۍ د سرغړونو تورونه پورې کړې دي. د هند پوځ وایي پاکستان یواځې د روان کال د جنورۍ او مارچ میاشتو تر منځ له اوربنده 1144 واره د جنګ بندۍ سرغړونه کړې، خو بل لور ته پاکستان هم تور پورې کوي چې سږ کال تر اوسه هند 850 ځله پر لاین آف کنټرول باندې د ډزبندۍ سرغړونه کړې ده

که څه هم د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر پر سر په تېرو 73 کلونو کې څلور ځله غټې جګړې شوې دي، خو دا شخړه یې د تېر 2019م کال د اګست له ۵مې را وروسته هغه مهال نوره زیاته شوه چې هند پخپل قانون کې په بدلون سره د کشمیر ځانګړی نیمه خپلواک حیثیت ختم کړ او په هند کې یې شامل کړ. ​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG