لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایراني نسله فرانسوۍ څېړونکې په ایران کې د دسیسو په تور شپږ کاله سزا، فرانس یې غندنه کړې


واشنګټن ــــ ایران د فرېبا عادلخواه په نامه د تعلیمي چارو ایراني نسله فرانسوۍ څېړونکې ته د ایران د ملي امنیت په ضد د دسیسو او پروپیګنډې په تور د شپږ کالو بند سزا اورولې ده، خو فرانس دغه سزا غندلې او د هغې د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د مېرمن فرېبا وکیل سعید دهقان وایي، د تهران انقلابي عدالت ۱۵مې څانګې د ده مؤکلې ته د ایران د ملي امنیت په اړه د معلوماتو د را غونډولو او دسیسې په تور پینځه کاله او د دې هېواد په ضد د پروپیګنډې په تور د یو کال سزا اورولې ده.

وکیل یې وایي د دې سزا په ضد به په عدالت کې اپیل کوي. سعید دهقان په تېره مارچ میاشت کې ویلي وو چې د فرېبا په ضد د جاسوسۍ تورونه ختم کړل شوي، خو له ملي امنیت سره د تړلیو تورونو په تړاو پرله پسې په زندان کې وساتل شوه.

بل لور ته د فرانس د بهرنیو چارو وزارت وایي، فرېبا عادلخواه ته دا سزا د سنجیده موادو او حقایقو په بنیاد نه بلکې په سیاسي بنیادونو اورول شوې ده. د فرانس خارجه وزارت په یوه بیان کې له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې فرېبا دې سمدستي خوشې کړي.

خو ایران بیا وایي چې د فرانس غوښتنه د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده. ایران د خپلو وګړو دویم شهریت نه مني. ایران په وروستیو کې ګڼ شمېر هغه ایرانیان د جاسوسۍ په تور نیولي چې د نورو هېوادونو شهریت هم لري.

فرېبا عادلخواه د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې له خپل یوه بل ملګري رونلډ مارشل سره یو ځای نیول شوې وه، خو مارشل په تېره مارچ میاشت کې خوشی کړل شو. ایران مارشل د خپل هغه ایراني انجینېر جلال روح العین زاد په بدل کې خوشي کړ، چې فرانس په تهران د لګېدلو امریکایي بندیزونو د سرغړونې په تور نیولی وو.

۶۱ کلنه فرېبا عادلخواه د پېرس په ساینسز پو پوهنتون کې د بشپرپوهنې د څانګې استاده او څېړونکې ده.

مېرمن فرېبا د تېر کال د دسمبر له ۲۴مې د فرورۍ تر ۱۲مې له یوې بلې اسټرېلیایي څېړونکې کایلي مورګلبرټ سره یو ځای د خپلې بې ګناهۍ لپاره ۴۹ ورځې د لوږې احتجاج وکړ، خو بیا یې وروسته روغتیا ته د خطر له کبله دغه احتجاج ختم کړ.

XS
SM
MD
LG