لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي‌ وزیرستان کې دوې پېغلې د غیرت په نامه وژل شوې دي


واشنګټن ـــــ د قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان تر منځ په رزمک سیمه کې دوې پېغلې نجونه وروسته له هغه ګومان کېږي د خپلې کورنۍ له خوا وژل شوې دي چې پر ټولنیزو رسنیو یې له یوه ځوان سره د موبایل لنډه ویډیو خپره شوه.

د رزمک پولیس تاڼې پرون د شنبې- خالي په ورځ دا پېښه تایید کړې او وایي چې د جمعې په ورځ د دې پېښې په ضد مقدمه درج کړې او په ذمه وارو کسانو پسې یې پلټنه پیل کړې ده.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې په ایف ای آر کې لیکل شوي چې دا پېښه د مې په ۱۴مه ماسپښین د دوو بجو په شاوخوا کې د شمالي وزیرستان د ګړیوم تحصیل په یو کلي کې شوې ده.

په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ پېښه غندلې او ناموسي وژنې یې د نرواک تشدد یو توند اظهار بللی دی:

"دا عمل باید په کلکه وغندل شي. د دې پېښې ایف ای آر د ذمه وارو کسانو په ضد درج شوی او باید پر وخت انصاف وشي".

رپوټونه وایي چې په وژل شویو نجونو کې د یوې عمر شپاړس او د بلې اتلس کاله وو، چې وایي د خپل تره زوی وژلې دي خو د هغه نوم نه دی څرګند شوی. پولیسو د وژنې سبب هغه ویډیو بللې چې وایي یو ځوان جوړه کړې او دغه دوې او یوه بله نجلۍ پکې لیدل شوې دي.

د وزیرستان یوه پولیس چارواکي ډان ته تایید کړې چې کومې دوې نجونې وژل شوې دي هغه هماغه دي چې په ویډیو کې لیدل شوې دي، خو وایي په درېیمه نجلۍ او هلک پسې یې پلټنه پیل کړې او په اړه یې معلومات را غونډوي.

دغه ویډیویي کلیپ یواځې ۵۲ سیکنډه ګڼل شوی چې د پولیسو په وینا د شاوخوا یو کال وړاندې جوړه شوې ښکاري خو په وروستیو اوونیو کې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې او زیاته لیدل شوې ده.

د رزمک پولیس چارواکی د سیمې د تحصیلدار په حواله وایي تر اوسه چې دوی کوم معلومات را غونډ کړي د هغوی له مخې درېیمه نجلۍ او هلک ژوندي دي. وایي داسې معلومات یې هم تر لاسه کړي چې د وژل شویو نجونو کورنۍ د هغوی د ښخولو لپاره د جنوبي وزیرستان شکتوی سیمې ته تللې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG