لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان اؤ پاکستان وایي دافغان سولې پروسې ته دهند ننوتلو سره مشکل نلري


افغان سولې دپاره دامریکایي استازي ځلمي خلیلزاد لخوا دهند مشرانو سره افغان سوله کې دهند په کردار له خبرو وروسته پاکستان اؤ طالبانو ویلي که چرې هند افغانستان کې یو مثبت رول لوبوي نو هغوئ ورسره هیڅ مشکل نه لري.

اوړمه ورځ یوې هندي ورځپاڼې دې هندو سره مرکه کې امریکایي استازي ځلمي خلیلزاد ویلي وؤ هغه د هند اؤ طالبانو ترمنځ دخبرو اترو ملاتړ کوي.

دهندي مطبوعاتو له مخې ځلمي خلیلزاد هندي مشرانو سره په لیدنه کې په هند ټینګار کړی ؤ چې افغانستان کې دسولې په ټینګښت کې باید خپل مثبت رول ولوبوي

د ښاغلي خلیلزاد له دې خبرو وروسته د اتوار په ورځ پاکستاني مطبوعاتو قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر د منتظم شیرمحمدعباس ستانکزي له خولې ویلي چې په تیرو وختونو کې هند افغانستان کې دښو خلکو ملاتړ نه دی کړی اؤ که اوس هغوئ(هند) یو تعمیري رول لوبول غواړي نو طالبان ورسره هیڅ مشکل نه لري.

په عین حال کې دپاکستان ډان ورځپاڼې د رائټرز خبري شبکې خپور کړي رپورټ کې واشنګټن کې دپاکستان دسفیر ښاغلي اسد خان له خولې لیکلي چې که چرې هند ګڼي چې طالبانو سره دهغوئ دخبرو دلارې افغانستان کې دامن اؤ سولې په ټینګښت کې مرسته کیدای شي نو طالبانو سره دخبرو پرېکړه به هغوئ(هند) ته پخپله کول وي.

دپاکستان سفیر ویلي “که هند ګڼي چې دافغانستان دسولې پروسه کې دهغوئ ګډون دسولې ټینګښت کې کومک کوي نو مونږ به د هند دې پرېکړې ته وروسته ګور, خو دا پرېکړه زمونږ لاس کې نه ده چې هند ته څه کول اؤ څه نه دي کول پکار”

خو هغه په ډاګیز ډول دا ونه ویل چې اسلام اباد دافغان سولې پروسې ته د نوي ډيلي د ورننوتلو ملاتړ کوي که نه؟

دپاکستان سفیر ویلي هغه به ډیر زر پخپله د ځلمي خلیلزاد سره خبرې وکړي اؤ دهندي میډیا په بیانونو خپل غبرګون نه ښایي.

سږکال په ۲۹مه فرورۍ کې د امریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې د تړون وروسته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په هند تورونه لګولي وؤ چې دافغان سولې مخې ته یې د خنډانو راولاړولو هڅه کړې ده خو هغه دخپلو دغو تورونو هیڅ ثبوت مطبوعاتو ته نه ؤ ورکړی.

دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دسولې د تړون باوجود افغانستان کې امن نه دی پځائ شوی اؤ د تیرې سه شنبې په ورځ کابل اؤ‌ ننګرهار کې په یو روغتون اؤ دجنازې په مراسمو دوؤ بریدونو کې تر۵۰ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ.

افغان دولت ددې بریدونو پړه د طالبانو پغاړه اچولې وه خو طالبانو دې بریدونو کې لاس لرنه رد کړې اؤ ویلي یې دي چې هغوئ په ښځو،ماشومانو یا بېګناه ولسي خلکو بریدونه نه کوي.

ددغو بریدونو نه وروسته افغان ولسمشر اشرف غني خپلو وسله والو ځواکونو ته په طالبانو د ځوابي بریدونو امر کړی ؤ اؤ‌ طالبانو هم ویلي وؤ چې هغوئ افغان ځواکونو سره جنګیدو ته تیار دي.

خو افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد ویلي چې هرڅو که افغانستان کې تازه بریدونو د امن په اړوند پوښتنې راولاړې کړي خو د ستونزو باوجود به مونږ په بشپړ زیار سره افغانستان کې سولې ته کار کوؤ

XS
SM
MD
LG