واشنګټن: امریکا په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس باندې تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد شو چې پکې له ۱.۵ میلیون زیات خلک په کورونا اخته او تر ۹۱۰۰۰ زیات ترې مړه شوي دي.
تر دې وړاندې د یکشنبې یا اتوار په ورځ د امریکا د روغتیا لوړ پوړو چارواکو دا تور رد کړ چې ګواکې حکومت خپل خلک ناکامه کړي دي.
د امریکا د روغتیا او انساني خدماتو وزیر الیکس ازار سي ان ان ته وویل، "حالات تر دې هم ډېر خراب کیدای شول". هغه وویل، امریکا په دې باندې وتوانېده چې په تېرو دوو میاشتو کې د کورونا پېښې نور زیاتېدو ته پرې نه ږدي او رغتیايي کارکونکو ته یې اجازه ورکړه چې د ناروغانو روغتیايي خدماتو ته ځآن ورسوي.
که څه هم اوس اټکل کېږي چې په امریکا به له کورونا وایرس څخه د مړو شویو کسانو شمېر په اګسټ کې ۱۴۷۰۰۰ ته ورسېږي خو ولسمشر ټرمپ له ګورنرانو سره د کاروبارونو د بیا پرانېستلو په اړه خبرې کوي.
په امریکا کې د لږېدلي لاک ډاون له امله اقتصاد ته سخت تاوان رسېدلی او له څلورو یوه برخه کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي.
امریکايي چارواکو د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، چې په جون میاشت کې به نور خلک هم دندې له لاسه ورکړي.
د فیډرل ریزف چیرمن جیرمي پاول وايي، د اقتصاد رغېدل به اوږد وخت ونیسي او امریکایان او کورنۍ به یې له دریو څخه تر شپږو میاشتو پورې نور هم د حکومت مالي مرستو ته اړتیا ولري.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د اقتصاد د رغېدو لپاره باید د کورونا د بیا خپرېدو مخه ونیول شي.
"کچېرې مونږ د اقتصاد بیا پرانېستلو ته پام وکړو چې خلک له یو او بل سره فاصله وساتي تر څو د بیا خپرېدو مخنیوی وشي نو د اقتصاد رغېدل ښايي ژر پيل شي."
پال له امریکایانو وغوښتل چې د ټولنیز واټن په ساتلو، لاسونو وینځلو او ماسک تړلو سره له یو او بل سره مرسته وکړي.
د امریکا په ډیري ایالتونو کې په کاروبارونو باندې لګېدلو بندیزونو کې نرموالی راغلی، خو له خلکو غوښتل شوي چې لږ تر لږه له یو او بل څخه د دوو مترو فاصله وساتي، په عامه ځایونو کې ماسکونه وتړي او په لوی شمېر کې سره راټول نشي.
بل پلو د کورونا د سرچینې په اړه د خپلواکو پلټنو په برخه کې د ملاتړ له زیاتېدو سره چین د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې دا به یو خام کار وي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژو لیجین یوې خبري غونډې ته وویل، د نړۍ اکثره هېوادونه باور لري چې د کورونا وبا لا تر اوسه هم دوام لري.
همدارنګه، د اروپايي ټولنې لخوا یو چمتو شوې مسوده ښايي د روغتیا په نړیوالې اسمبلۍ کې تصویب شي چې له مخې به یې په دې اړه پلټنې وشي چې وبا څه ډول پیل او بیا څه ډول غبرګون ورته وښودل شو.
استرالیا تر ټولو زیات د داسې پلټنو غوښتونکې ده او د بهرنیو چارو وزیرې یې د ګل په ورځ وویل، دوی غواړي چې په دې اړه هلې ځلې بې پرې، خپلواکه او پراخه وي.
کورونا وایرس د لومړي ځل لپاره د ډیسمبر په وروستیو کې په چین کې و پېژندل شو او بیا نړۍ ته خپور شو چې تر اوسه یې په ګرده نړۍ کې تر ۳۱۵۰۰۰ زیات خلک مړه کړي او تر ۴.۷ میلیونو زیات نور اخته کړي دي.
د کورونا له امله په ټوله نړۍ کې لاک ډاون ولګېده چې له امله یې تازه تازه جاپان هم د ګل په ورځ اعلان وکړ چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې یې اقتصاد کمزوره شوی.
د اروپا په ګډون په یو ځینو هېوادونو کې د کورنا نوې پېښې او ورڅخه مړینه په کمېدو شوې او مشرانو یې لاک ډاون نرم کړی دی.
د بیلګې په توګه په بیلجیم کې د ګل یا دوشنبې په ورځ مارکیټونه او موزیمونه پرانېستل شوي وو او زده کونکي ښونځیو ته تللي وو.
نړیوال سفري بندیزونه لا تر اوسه هم پر ځای دي خو د سیلګرۍ مشهور ځایونه پرانېستل کېږي.
په هندوستان کې د نویو پېښو د زیاتوالي له امله لاک ډاون ددې میاشتې تر پایه پورې اوږد شوی.
د ګل په ورځ پکې د ۵۰۰۰ نویو پېښو او ۱۵۷ مړینو راپور ورکړل شوی.
مصر د اختر په ورځو کې دوکانونه، سمندري غاړې او پارکونه بند ساتي او د شپې به په تګ راتګ باندې بندیز وي.
د امریکا په اورېګان ایالت کې روغتیايي چارواکو ویلي، دوی د ایبولا په ریمډیزیور درمل باندې د ټولو کورونا ناروغانو درملنه کوي.
دغه درمل د ازمېښت لپاره په یو شمېر روغتونونو کې ورکړل شوې او لومړنۍ پایلې ښيي چې ورسره د رغېدو وخت لنډ شوی دی.