لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: کرونا وايرس نور ۳۶ تنه مړه کړي، د اغېزمنو شمېره ۴۴زرو ته نزدې شوې


په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور ۳۶ کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ شمېره ۹۳۹ ته ورسېده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ۱۲زره۹۵۷ ټېسټونه شوي او په نورو ۱۸۴۱ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په ملک کې په کرونا وايرس د اخته شوؤ شمېره ۴۳زره ۹۶۶ ته رسېدلې دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه تراوسه پورې په ملک کې ۱۲زره ۴۸۹ کسان د کرونا وايرس نه صحتمند شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس نه ۳۳۴ کسان مړه شوي، ۶۲۳۰ اغېزمن شوي او ۱۹۴۴ ترې ښه شوي دي.

په سند صوبه کې ۲۸۰ تنه د کرونا وايرس له امله مړه شوي په ۱۷زره ۲۴۱ کسانو کې د وايرس پخلی شوی او ۴۴۸۹ ترې صحتمند شوي هم دي.

په پنجاب کې د کرونا وايرس نه د مړينو شمېره ۲۳۷ ته رسېدلې ده، په صوبه کې د کرونا وايرس اغېزمن ۱۵زره ۹۷۶ دي او ۴۹۷۴ ترې روغ شوي دي.

په بلوچستان کې کرونا وايرس ۳۸ کسان مړه کړي، ۲۸۲۰ يې اغېزمن کړي او ۵۲۴ترې صحتمند شوي دي.

په اسلام اباد کې د کرونا وايرس نه نهه تنه مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG