لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ: طالبان د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بدل نظرونه لري


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي د افغانستان څخه د امریکا ځواکونو د وتلو په اړه طالبان مختلف نظرونه لري، طالبان د امریکايي ځواکونو وتل او نه وتل دواړه غواړي.

صدر ټرمپ په ټويټر ویلي، طالبان غواړي چې امریکايي ځواکونه د افغانستان څخه ووځي خو دا هم غواړي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي ځکه چې دوی دغه لارې ډېرې ډالرې ګټل غواړي.

نوموړي په ټویټ کې د امریکا په ياده ورځپاڼه وال سټريټ جنرل ټکونه کړي او ويلي يې دي ورځپاڼه نه غواړي چې هغه (ټرمپ) په افغانستان کې ښه کار وکړي.

هغه ويلي ورځپاڼې ته دې څوک اووايي چې امريکا د ۱۹ کالو نه په افغانستان کې ده او اوس هلته د پوځ شمېره راکموي.

نوموړي ويلي دوی (امريکا) په افغانستان کې د لومړو کلونو نه پرته کله د ګټې دپاره جګړه نه ده کړې د زورور ځواک باوجود يې په افغانستان کې د پوليس ځواک کردار لوبولی دی.

د راپورونو ترمخه په افغانستان کې چې نزدې ۱۳۰۰۰ سرتيري دي د فرورۍ په مياشت کې د طالبانو سره د سولې د توافقنامې لاسليک کېدو وروسته د سرتيرو وتل پېل شوي دي.

د طالبانو سره په لاسليک کړې توافقنامه کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره شوې وه.

په افغانستان کې يو لور ته د يادې توافقنامې په عملي کېدو او بېن الافغاني خبرو کېدو بحثونه کيږي خو بل لور ته د طالبانو لخوا په افغان ځواکونو بریدونه هم دوام لري.

امریکا په طالبانو او افغان حکومت غږ کوي چې بېن الافغاني خبرو ته کښېني او دغه اوږده جګړه ختمه شي.

XS
SM
MD
LG