لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ په ډبلیو اچ او د پیسو د دایمې بندولو ګواښ وکړ


واشنګټن: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، د روغتیا په نړیوالې ادارې باندې دده لخوا په لنډ مهال توګه د پیسو بندول به دایمي شي که چېرې دغه اداره په ۳۰ ورځو کې د پام وړ بدلون و نه کړي.‌

ټرمپ د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس ته په یو لیک کې هغه نیوکې کتار کړي چې د ده په وینا د هغو شکایتونو په اړه دي چې یاده اداره د کورونا وایرس د وبا پر وخت د چین د خلکو تر اغیزې لاندې ده.‌

ټرمپ په دغه لیک کې لیکلي دي:

"دا روښانه ده چې بیا بیا ستا او ستا د ادارې لخوا د کورونا د وبا په برخه کې د غلطو ګامونو په اخېستلو سره اوس نړۍ لویه بیه پرې کوي. یواځېنۍ لاره اوس داده چې که دغه اداره له چین څخه خپله خپلواکي څرګنده کړي."

د ټرمپ په ځانګړو نیوکو کې دا دي چې ډبلیو اچ او بیا بیا د وایرس په اړه غلطې ادعاوې کړي او په چین یې پر وخت فشار نه دی راوړی چې نړیوالو پوهانو ته د ورتلو اجازه ورکړي او بله دا چې د چین لخوا یې د هغه هېواد دننه د سفري بندیزونو ستاینه کړې خو امریکا ته د چینايانو په ورتګ باندې د ټرمپ له بندیزونو سره یې مخالفت کړی.

تېدروس تېره میاشت د ټرمپ ددې پرېکړې په غبرګون کې چې په ډبلیو اچ او باندې پيسې بندوي ویلي، "مونږ په دې پرېکړې خواشینې یو."

د ګل یا دوشنبې په ورځ هغه د روغتیا نړیوالې اسامبلۍ ته د کورونا وایرس په اړه د ډبلیو اچ او د غبرګون دفاع وکړه.

هغه وویل، "ډبلیو اچ او پر وخت خبرداری ورکړی او بیا بیا یې ورکړی. مونږ هېوادونه خبر کړي او روغتیايي کارکونکو ته مو په لسو ورځو کې لارښونې ورکړي او د جنوری په ۳۰ مو نړیوال روغتیايي بیړنی حالت اعلان کړی. هغه مهال تر سلو کمې پېښې وي او له چین څخه د باندې هېڅوک نه وو مړه شوي."

ټرمپ د کورونا پپه لومړیو میاشتو کې د چین ستاینه کوله. د جنورۍ په وروستیو کې یې ولیکل امریکا د هغوی د هڅو او روڼوالي ستاینه کوي. د مارچ په وروستیو کې یې ولیکل، چین په دې برخه کې ډېر څخه کوي، د وایرس په اړه ډېر پوهېدلي او مونږ ورسره له نږدې کار کوو.

خو لکه چې په ټرمپ باندې دده د خپل غبرګون له امله نیوکې زیاتې شوې نو ټرمپ د چین د غبرګون په اړه د څېړنو غږ پورته کړ او په چین یې نیوکې وکړې چې پر وخت یې د وایرس د درېدو په برخه کې کافي څه نه دي کړي.‌

نور هېوادونه هم له دغې خبرې سره یوځای شوي دي. اروپايي ټولنې د روغتیا نړیوالې اسامبلۍ ته داسې یوه مسوده چمتو کړې په کومه کې چې د خپلواکې او بشپړې بیا کتنې غوښتنه شوې.

تېدروس ددغې مسودې هرکلی کړی او ویلي، ډبلیو اچ او روڼوالي، حساب ورکولو ته ژمنه ده او ودې او پرمختګ ته دوام ورکوي.

هغه ویلي، "زه به په یو مناسب وخت کې یوه خپلواکه کره کتنه تیاره کړم چې پکې به د زده شویو درسونو او تجربو یادونه شوي وي او پکې به سپارښتنې شوي وي چې څه ډول د هېوادونو او په نړیواله کچه د وبا په وړاندې تیاری ونیول شي."

د چین ولسمشر شي جین پینګ د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د وبا په اړه د نړیوال غبرګون د ارزولو ملاتړ کوي.

د کورونا په اړه په نړیوالو لانجو کې یوه د واکسین مسله هم ده چې تر اوسه پورې په لسګونو کاندید واکسیونونه جوړ شوي دي.

د واکسینونو په اړه هلو ځلو کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د مدرنا په نامه د امریکايي کمپنۍ لخوا اعلان وشو چې د دوی لخوا د لومړني کلنیکي ارمېښت څخه ښکاري چې د دوی واکسین د بدن دهغه معافیتي ځواب سبب ګرځي کوم چې د وایرس په واسطه رامنځ ته کېږي.

دغه کمپنۍ پلان لري چې ژر د واکسین د ازمېښت دوهم او دریم پړاو پیل کړي تر څو دا ثابته شي چې دا واکسین اغیزناکه او خوندي دی.‌

خو روغتیايي چارواکي‌ وايي، دا به راتلونکې کال وي چې خلکو ته واکسین ورسېږي.

په داسې حال کې چې دمګړۍ له وایرس څخه د ژغورلو په برخه کې کوم خاص څه نشته، حکومتونه د وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یواځې په لاک ډاون، یو او بل نه د فاصلې په ساتلو او د ماسکونو په تړولو باندې تکیه لري.

ترکیې ویلي، چې دوی به د اختر په ورځو کې کلک ګرځبندیز یا کرفیو لګوي.

د ماراکو خلک به هم په کورونو کې پاتې کېږي ځکه حکومت یې د ګل په ورځ اعلان وکړ چې لاک ډاون به د جون تر لسمې نېټې پورې پر ځای وي.

په جنوبي سوډان کې د ولسمشر مرستیال کې کورونا مثبت شوې.

په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۴.۹ میلیونو او پرې د مړو شویو کسانو شمېر له ۳۲۰۰۰۰ څخه زیات شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG