لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس اخته نن نور۲۲ ناروغان مړه شوي


پاکستان کې د نهې یا سه شنبې په ورځ د کرونا وایرس له امله نور ۲۲کسان مړه شوي چې دې سره دغه هیواد دکرونا د لاسه د مړو شوؤ ناروغانو شمیره ۹۵۸ؤ ته رسېدلې ده.

تر اوسه د کرونا وایرس له امله تر ټولو زیاتې مړینې په خیبر پښتونخوا ایالت کې شوې چې شمیره ۳۳۴ ده خو بیا د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې په سندهـ ایالت کې ثبت شوي چې شمیره یې ۱۷۹۴۷ښودل شوې اؤ په دغه ایالت کې هم ۲۹۹کسان کرونا وایرس مړه کړي دي.

دپاکستان دصحت دمحکمې دچارواکو اؤ په کرونا دڅار لرونکي مرکز دشمیرو له مخې یوازې د سه شنبې په ورځ پاکستان دکرونا وایرس ۸۷۴ نوې پېښې ثبت شوي اؤ ۲۲کسان په دې ناروغۍ مړه شوي دي چې د۱۹تړاؤ پکې د سندهـ ایالت سره دی.

دسندهـ وزیراعلي ښاغلي مراد علي شاه خبریالانو ته ویلي چې نن هم په دغه ایالت کې د کرونا ۷۰۶ نوې پېښې مخې ته راغلي دي.

له دې یوه ورځ وړاندې دخیبر پښتونخوا ایالت د روغتیا څانګې پخپلو ښکاره کړو شمیرو کې ویلي وؤ چې دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په کرونا وایرس یوازې د ګل یا دوشنبې په ورځ ۱۶کسان مړه شوي چې دې سره صوبه کې د مړینو کچه ۳۳۴ ته رسېدلې ده.

پنجاب ایالت کې هم د دوشنبې په ورځ دکرونا ۲۱ ناروغان مړه شوي‌وؤ‌اؤ په دغه صوبه کې د کرونا د ثبت شوؤ پېښو شمیره ۱۵۹۷۶ ده.

پنجاب ایالت کې په کرونا وایرس تر اوسه ۲۷۳ کسان مړه شوي اؤ‌۴۹۱۸ ناروغان له دې ناروغۍ بیرته جوړ شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG