لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جامعه ازهر وایي د اختر لمونځ په کورونو کې خو د پاکستان دیني عالمان وایي په ګڼه یې کوي


واشنګټن ـــــ په اسلامي نړۍ کې د دیني‌ علومو لپاره د پېژندل شوي‌ پوهنتون جامعه ازهر عالمانو ویلي چې مسلمانان دې د کوچني اختر لمونځونه پخپلو کورونو کې وکړي، بل لور ته د سعودي عالمانو هم ویلي چې د کرونا وایرس له کبله عیدګاه ته د تللو پر ځای یواځې د لمونځ کولو اجازه شته.

خو د پاکستان دیني عالمانو او د لویو جوماتونو امامانو اعلان کړی چې بیرته به په جوماتونو کې په ګڼه لمونځونه پیلوي او تمه یې څرګنده کړې ده چې نور به حکومت د هېواد په جوماتونو کې د جمعې او د ورځې په پینځو لمونځونو کې د خلکو په ګډون بندیز نه لګوي.

د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وایي، په حنفي فقه کې د اختر لمونځ په جمع کول واجب دي او د دې ځای حالاتو ته په کتو احتیاطي ګامونه اخیستل پکار دي:

"زموږ چې کومه اعلامیه ده د هغه مطابق به [په جوماتونو کې] احتیاطي تدابیر ضرور عملي کېږي چې په هغه کې فاصله ساتل، ماسک په مخ کول او نور تدابیر شامل دي".

په پاکستان کې هغه وخت هم چې د حکومت له خوا په جوماتونو کې له ګڼې ګوڼې نه خلک منع کړل شوي وو او یواځې څو تنو ته په جومات کې د لمانځه اجازت ورکړل شوی وو په ډېر ښارونو کې پرې عمل نه وو شوی وو. خبریال داود خان وایي دغو ټولو حالاتو ته په کتو په اختر کې هم په جوماتونو کې د حفاظتي اقداماتو پورته کول څه امکان نه لیدل کېږي:

"زموږ په ملک کې په جوماتونو کې دا کار هیڅ امکان نه لري ځکه چې کله صف درېږي خلک یو بل ته نیژدې کېږي نو څنګه به یو بل نه فاصله وساتي دا هسې خیالي خبرې دي عملي کول یې ډېر ګران کار دی".

د روغتیا پوهان وایي له کرونا وایرسه د ځان ژغورلو لپاره له یو بل فاصله ساتل، په لاس او غېږ جوړ پخیر نه کول، ماسک په مخ کول او لاسونه مینځل ډېر ضروري دي. ډاکټر احمد زېب وایي د اختر د لمانځه په شان غونډو کې دغه حفاظتي تدابیر خپلولو ډېر ګران دي نو باید چې د پاکستان حکومت هم د نورو اسلامي هېوادونو په لارښوونو غور وکړي:

"موږ ته اسلامي او طبي دواړه لارښوونې په نظر کې ساتل پکار دي، چې اسلامي مشرانو کومه فتوا ورکړې ده دا بالکل صحیح ده او کوم چې د مېډیکل ضرورت دی همداسې پکار دی موږ په پاکستان کې هم د دې غوښتنه کوو".

په پاکستان کې د کرونا وایرس کېسونه او له دې ناروغۍ د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی، د روغتیا پوهان وایي د ټولبند (لاک ډاون) ختمولو، د بازارونو او روزګارونو له پرانیستلو او ګڼو مذهبي او نورو غونډو سره به په هېواد کې د کرونا وایرس د اغېزمنو کسانو شمېر تر خطرناک حده زیات شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG