لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: په جومات وسله وال بريد کې اته تنه وژل شوي


د افغانستان په منځنۍ صوبه/ ولايت پروان کې په يو جومات د روژه ماتي په وخت وسله وال بريد شوی او اته تنه پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي بريد د نهې/ سه شنبې په ماښام د روژه ماتي نه پس د نمانځه په مهال شوی دی.

د صوبې د ګورنر وياندې واحيده شاهکار ويلي ،نامالومو وسله والو په نمانځه ولاړو کسانو باندې ډزې کړي دي.

راپورونه وايي په بريد کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د رويټرز ترمخه د کورنيو چارو وزارت د بريد زمه واري په طالب وسله والو اچولې او طالبان وايي بريد امنيتي ځواکونو کړی دی.

ځینې راپورونه وايي د جومات امام لومړی د طالبانو مشر او بيا په داعش کې شامل شوی ؤ.

ملګرو ملتونو د نهې په ورځ خبرداری ورکړی چې د افغان ځواکونو او طالبانو د لاسه د ملکي وګړو وژنې دې په فوري توګه کمې کړی شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې په دغه هېواد کې د داعش د بريدونو په سېوا کېدو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

يادې ادارې په خپل راپور کې ويلي د اپرېل په میاشت کې د طالبانو دلاسه ۲۰۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوختې ده.

دغه راز په راپور کې د ۱۷۲ ملکي وګړو په مرګ ژوبله افغان ځواکونه تورن کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG