لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان، چين، روس او ايران وايي د افغانستان خپلواکۍ او ازادۍ ته احترام لري


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، پاکستان، چين، روس او ايران د افغانستان د خپلواکۍ، ازادۍ، سيمه ييز امنيت او د دغه هېواد د وګړو د خپل راتلونکې او پرمختیا پرېکړې ته احترام لري.

ويل شوي د څلورو هېوادونو د افغان چارو استازو په ورچوئل غونډه کې عزم څرګند کړی او د سياسي تړون هرکلی یې کړی چې دا به بېن الافغاني خبرې پېل کړي.

دوی ويلي د سولې د عمل په لړ کې د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د خپلو خبرو ملاتړ کوي او په دې باور لري چې يواځې بېن الافغاني خبرې د روغې جوړې لاره ده.

د څلوورو واړو هېوادونو استازو په فريقېنو سره د طالبانو غږ کړی چې زر تر زره بېن الافغاني خبرې پېل کړي، دوی غواړي زر په افغانستان کې تل پاتې امن راشي.

دوی د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو سره د فريقېنو لخوا د بنديوانو ازادولو ملاتړ هم کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي څلورو واړو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ په موجودو ګواښونو اندېښنه څرګنده کړې او په ټولو فريقېنو کې يې غږ کړی چې د القاعده، داعش، ترکمانستان اسلامي مومنټ اوتحریک طالبان پاکستان او نور نړيوالو ترهګرو پرضد پرېکنده عمليات وکړي.

دوی د نشه توکيو د پېداوار او قاچاق د مخنيوي غوښتنه هم کړې ده.

يادو هېوادونو د سولې د عمل سره د افغان کډوالو بيرته ستنولواو د افغانستان سره په بېلابيلو چارو کې د تماس ساتلو په موضوع هم غږېدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG