لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا سره شوې توافقنامه بايد د خنډ، ځنډ او ناکامۍ سره مخ نه شي، د طالبانو مشر


د افغان طالبانو مشر ويلي که د امریکا سره شوې تاريخې توافقنامه په رښتيا عملي شي نو دا د ټولو په ګټه ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټویټر ويلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخنذاده د وړوکي اختر په مناسبت خپور کړي پېغام کې د امریکا سره د سولې د توافقنامې خبره کړې ده.

هغه ويلي، طالبان د "امریکا سره لاسلیک کړې توافقنامې ته ژمن دي، له مقابل جهت څخه هم غواړي چې پخپلو ژمنو کلک ودریږي او پری نه ږدي چې دا حیاتي فرصت ضایع شي".

هغه ويلي د يادې توافقنامې عملي کېدل د طالبانو او امريکا د جګړې د خاتمې او د دغه هېواد د سولې سبب وګرځي.

د طالبانو مشر ويلي "د امریکا چارواکو ته وایم، چاته باید اجازه ورنکړئ چې زمونږ او ستاسو ترمینځ شوې توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي".

هغه زياته کړې "راځئ چې د همدې توافقنامې په تعمیل کې مخ ته لاړ شو ترڅو ستاسو د قواوو وتلو او په افغانستان او سیمه کې سولې او آرامۍ ته لاره هواره شي".

د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې توافقنامه د روان کال فرورۍ په مياشت کې لاسليک شوې چې پکې په افغانستان کې د طالب بنديوانو ازادول او د طالبانو سره د افغان امنیتي بندي سرتېرو خوشي کول شامل ؤ.

د دې ترڅنګ د دغه توافقنامې ترمخه امریکايي او بهرني ځواکونه به د افغانستان څخه ووځي او بېن الافغاني خبرې به کولی شي.

د یادې توافقنامې عملي کولو په لړ کې د دواړو خواؤ ځینې بنديوان خوشي کړی شوي دي.

خو د توافقنامې لاسليک کېدو باوجود هم په افغانستان کې د تشدد پېښې دوام لري طالبان په افغان امنيتي ځواکونو دوامداره بريدونه کوي او افغان ولسمشر اشرف غني په وروستيو کې افغان امنيتي ځواکونو ته د دفاعي حالت په ځای په طالبانو د بريدونو امر کړی دی.

د طالبانو مشر دغه بيان په داسې وخت کې ورکړی د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د دوحې او کابل په سفر دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG