لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تشدد د کچې راټیټولو په موخه زلمی خلیلزاد طالبانو سره ترلیدنې وروسته کابل ته رسېدلی


په قطر کې طالبانو سره له خبرو اترو وروسته افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت استازی ښاغلی زلمی خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ کابل ته رسېدلې ده اؤ ټاکل شوې ده دغلته به افغان دولتي چارواکو سره افغانستان کې دامن په وروستي وضعیت اؤ دسولې په اړوند خبرې وکړي.

دافغانستان د ولسمشر اشرف غني دفتر منلې چې امریکایي استازی کابل ته ورغلی اؤ پخپل دې سفر کې به د لوړپوړو دولتي چارواکو سره لیدنې وکړي.

کابل ته له رسېدو وړاندې زلمی خلیلزاد قطر ته تللی اؤ تیره ورځ یې دغلته په دوحه کې دطالب مشرانو سره افغانستان کې د امن په وروستي وضعیت اؤ د سولې په پروسه خبرې اترې کړې وې.

کابل ته زلمي خلیلزاد خپل دا تازه سفر په داسې حال کې کړی چې سږکال په ۲۹مه فرورۍ دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ د جوړ جاړي دتړون لاسلیک کیدو باوجود افغانستان کې دجګړو اؤ بریدونو لړۍ تم شوې نه ده اؤ پرون د سه شنبې په ورځ هم دافغانستان دوؤ بیلابیلو سیمو کې د روژه ماتي په مهال په دوؤ جوماتونو د وسله والو ډزو کې لږ تر لږه ۱۳نمونځ کوونکي وژل شوي وؤ.

همدا شان تیره اوونۍ په کابل کې دماشومانو د زیږون په یو روغتون اؤ ننګرهار کې دجنازې په مراسمو د بریدونو له امله تر ۵۰ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل وؤ.

طالبانو ددې بریدونو دمسولیت قبلولو نه انکار کړی خو افغان دولت ددې ترهګریزو بریدونو ترشا دطالبانو لاس ګڼي اؤ ولسمشر اشرف غني خپلو قواؤ ته په طالبانو دځوابي بریدونو امر کړی دی.

څېړونکي وایي زیات احتمال لري چې امریکایي استازی زلمی خلیلزاد پخپل اوسني سفر کې په دې وتوانیږي چې دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ دجګړې کچه راټيټه کړي .

دڅېړونکو په وینا ښاغلي خلیلزاد په نزدې وختونو کې دوه کرته د اسلام اباد سفر هم کړی اؤ‌ دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال قمر باجوه څخه یې افغانستان کې د تشدد دکچې په راټیټولو کې د رول ترسره کولو غوښتنه کړې ده اؤ پاکستان ورته هم ډاډ ورکړی چې دافغانستان دننه د روانو جګړو په راکمولو کې به افغان دولت اؤ امریکا سره مرسته کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG