لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اچ او: په ۲۴ ګړیو کې د کورونا ۱۰۶۰۰۰ نوې پېښې رپوټ شوي


د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس
د ډبلیو اچ او مشر تیدروس ګبریاسس

واشنګټن: د روغتیا د نړیوالې ادارې (ډبلیو اچ او) مشر تیدروس ګبریاسس د شورو یا چهارشنبې په ورځ په غریبو هېوادونو کې د کورونا د نویو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

ګبریاسس د کورونا د وبا په اړه په ورځني خبري کانفرانس کې وویل،

"مونږ په غریبو او د منځنې کچې په هېوادونو کې د کورونا د نویو پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنه لرو."

ډبلیو اچ او ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوېډ ۱۹ د ۱۰۶۰۰۰ نویو پېښو راپور ورکړل شوی چې دا په تېر کال کې د کورونا د پیل راهیسې په یوه ورځ کې د کورونا د نویو پېښو تر ټولو زیات شمېر دی.

تیدروس وویل، اداره یې په دوامداره توګه هڅه کوي چې په غړو هېوادونو کې روغتیايي کارکونکو او ناروغانو ته د اړینو وسایلو په رسولو کې مرسته وکړو تر څو روغتیايي سیستمونه کار وکړي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ډبلیو اچ باندې تور لګوي چې د کورونا له وبا سره یې سم چلند نه دی کړی خو یاده اداره دغه تورونه ردوي.

ټرمپ ددې اونۍ په پیل کې په یو لیک کې ډبلیو اچ او ته ګواښ کړی وو چې په دایمي توګه به ورڅخه ووځي او او پیسې به پرې بندې کړي.

تیدروس دغه ګواښ ته له ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه خو دومره یې وویل، "مونږ ته لیک رسېدلی او مونږ پرې غور کوو."

په کوېډ ۱۹ باندې تر اوسه پورې تر ټولو زیات ځپل شوی هېواد امریکا ده چېرې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر له یو نیم میلیون او پرې د مړو شمېر له ۹۴۰۰۰ څخه اوختی دی.

په ګرده نړۍ کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له پنځه میلیونه او پنځوس زرو او د مړو شمېر له ۳۲۸۰۰۰ څخه زیات شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG