لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنس او د فلورېډا ګورنر په ۲۴ ډالرو غرمنۍ وخوړه


مایک پېنس د برګر اخیستلو په حال کې.
مایک پېنس د برګر اخیستلو په حال کې.

واشنګټن: د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس د شورو یا چهارشنبې په ورځ د برګرو یوه پلورنځي ته پلی ولاړ او د خپلې غرمې ډوډۍ لپاره یې د پنیرو برګر (چیز برګر) واخیست.

د کورونا په دې روانه وبا کې دا یو غټ سرلیک نه دي، خو ارزښت یې په دې کې دی، چې په هېواد کې د خلکو پام د روغتیا له بیړني حالت څخه اقتصادي رغونې ته واړوي.

پېنس په اورلېنډو کې د فلورېډا له ګورنر ران ډيسنټېس سره د برګر پلورنکې مخې ته ودرېده او د خپل ځان او د ګونر لپاره یې چیز برکز راوغوښت چې ټوله بیه یې ۲۴ ډالره شوه.

دا په حقیقت کې په فلورېډا کې د اقتصاد د بیا پرانېستلو زېری وو کوم چې په خورا زیاته کچه په سیلګرۍ باندې ولاړ دی خو د کورونا وایرس له امله ځپل شوی.

دواړو سیاستوالو مخکې له دې چې د برګر خوړلو لپاره خپل مېز ته کښیني د نورو مشتریانو سره خبرې وکړې چاچې غوښتل د بېسکټ بال په اړه خبرې وکړي نه د وبا او سیاست په اړه.

دواړو ماسک نه وو تړلی.

ځینو ته به د مایک پېنس دغه کار ډېر حیرانونکی ښکاري ځکه په امریکا کې په کورونا باندې تر یو نیم میلیون زیات کسان اخته او نږدې ۹۵۰۰۰ ترې مړه شوي دي.

خو ښاغلي پېنس د رسټورانټ مالکې ته وویل، "مونږ په رښتیا هم پوهېږو

چې د کورونا خپرېدل مو ورو کړي دي. اوس مونږ کاروبارونه بېرته پرانیزو."

د رسټورانټ مالکې بیت سټیلې وویل، "مونږ تیار چې بېرته کار وکړو."

هغې وویل، چې ۸۰ فیصده کاروبار یې د لاک ډاون له امله زیانمن شوی او اوس یواځې د خلکو کورونو ته خواړه استوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG