لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۰۱۷ ته ورسېده


په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه د نورو ۳۲ کسانو د مړينو سره ټوله شمېره ۱۰۱۷ ته رسېدلې ده، په ملک کې د اغېزمنو شمېره ۴۸زره۹۱ ده.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په په ۱۵زره ۳۴۶ معاينو (ټېسټونو) کې په ۲۱۹۳ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

ویل شوي تراوسه پورې ۱۴زره ۱۵۵ کسان چې په کرونا وايرس اخته شوي ښه شوي دي.

د تازه شمېرو ترمخه د کرونا وايرس نه په خېبرپښتونخوا کې د مړينو شمېره ۳۵۱ ته رسېدلې ده.

په سند کې کرونا وايرس ۳۱۶ کسان مړه کړي او پنجاب کې د دې رنځ له امله د مړو شمېر ۲۹۷ دی.

کرونا وايرس په بلوچستان کې ۳۸، په اسلام اباد کې لس، په ګلګت بلتستان کې څلور او ازاد کشمير کې يو تن مړ کړی دی.

کرونا وايرس په تېر شوا روز کې په سند صوبه کې ۱۶ په خېبرپښتونخوا کې شپږ او په پنجاب کې اته تنه مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG