لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې له کرونا وایرس درې د رسنیو کسان هم مړه شوي او 156 اغېزمن شوي


واشنګټن ـــــ په پاکستان کې له ډاکټرانو او نورو طبي کارکوونکو وروسته خبریالان د خپل کار په مهال د کرونا وایرس له خطر سره مخ دي او تر اوسه پورې په ټول هېواد کې د رسنیو درې کارکوونکي له دې ناروغۍ مړه شوي او 156 نور ترې اغېزمن شوي دي.

په پاکستان کې د خبریالانو د ژغورنې لپاره کارکوونکې ادارې فریډم نیټورک او د بې سرحده خبریالانو د نړیوال تنظیم استازی اقبال خټک وایي، له کله راهیسې چې کرونا وایرس په پاکستان کې خپور شوی نو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو یې اغېز څېړل شوی خو دا اړخ یې نه دی کتل شوی چې دا ناروغي خبریالان هم اغېزمنولای شي.

اقبال خټک له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، چې د ټیلیویژن چېنلونو او نورو مطبوعاتي ادارو د خپلو خبریالانو او کارکوونکو لپاره د کرونا وایرس په هکله ځینې اصول ټاکلي خو وایي داسې ښکاري چې عمل ورباندې نه دی شوی ځکه خو دومره زیات شمېر خبریالان هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي:

"د حکومت له خوا هم [د خبریالانو د ژغورنې لپاره] خاص ګامونه نه وو پورته شوي، د مېډیا ادارو خصوصاً کمزورو ادارو هم احتیاطي تدابیر نه دي اخیستي ځکه د هغوی ډېر خبریالان متاثره شوي دي".

په پاکستان کې د خبریالانو مرکزي تنظیم پي ایف یو جې د شورو- چارشنبې په ورځ پخپل رپوټ کې ویلي، چې د کار په مهال کېمره خبریالان او تصویرونه اخیستونکي خبریالان تر ټولو زیات اغېزمن دي.

تنظیم وایي له کرونا وایرسه په درو مړو شوو خبریالانو کې یو د پنجاب د ملتان او دوه نور د سیند صوبې د سکر اوسېدونکي وو.

د بلوچستان یونین آف جرنلسټس مشر ایوب ترین چې کرونا وایرس ور پورې شوی.
د بلوچستان یونین آف جرنلسټس مشر ایوب ترین چې کرونا وایرس ور پورې شوی.

رپوټ وایي د پنجاب په مرکز لاهور ښار کې په کرونا وایرس تر ټول زیات خبریالان اخته شوي دي چې شمېر یې 84 دی، په پینډۍ او اسلام اباد کې 24، په کوټه کې 17، په پېښور کې 12، په کراچۍ کې 9، په سکر کې 6، په ملتان کې 5، په ګجرانواله او حیدر اباد کې دوه دوه خبریالان له دې ناروغۍ اغېزمن شوي دي.

په پېښور کې یو خبریال علي اکبر خان وایي، خبریالان تل د نورو د حق لپاره اواز پورته کوي خو د خپل حق لپاره اواز نه شي پورته کولای. نوموړي له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، چې په پاکستان کې د رسنیو اکثریت ادارو خپلو کارکوونکو ته حفاظتي وسایل نه دي‌ ورکړي:

"په سلګونو ادارې دي او په هغوی کې په زرګونو خبریالان او نور کسان کار کوي هغوی هیڅ ډول حفاظتي وسایل نه لري، حکومت هم په لږو ځایونو کې یواځې سنیټایزر ورکړي، نور ماسکونه او بل هیڅ نه شته او خبریالان خپله کار کوي په هسپتالونو او قرنطینو کې موجود وي ځکه د دوی کار خلکو ته حقایق رسول دي".

د خبریالانو مرکزي تنظیم د پنجاب، سیند، خیبرپښتونخوا، بلوچستان، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر ولکه لاندې کشمیر له حکومتونو غوښتنه کړې چې له کرونا وایرسه اغېزمنو خبریالانو سره دي سړي سر لږ تر لږه یو لک روپۍ مرسته وکړي، چې تر اوسه یواځې د پنجاب حکومت په دې برخه کې د خبریالانو لپاره د مرستې فنډ اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG