لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې سېنټ کمېټۍ د سرکاري رسنۍ د مشرۍ لپاره د ټرمپ پر نومول شوي کس رایه اچوي


واشنګټن ـــــ ټاکل شوې چې د امریکې د سېنټ یو مهم پلاوی نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خوا د حکومت په فنډ د چلېدونکې رسنۍ د وایس آف امریکا د سر د ادارې یو ایس اې جي ایم لپاره د نوي نومول شوي مشر په اړه غور وکړي.

د امریکې د نړیوالې مېډیا ایجنسۍ د مشرۍ لپاره د ډاکومینټري فلم جوړوونکي مایکل پېک پر نومول کېدو له تېرو دوو کلونو راهیسې غور روان دی، ځکه ډیموکرېټان اندېښنه لري چې ګواکې هغه د خپل کاروبار مالي چارې پخپله تر سره کوي.

ټاکل شوې وه چې تېره اوونۍ د سېنټ کمېټۍ د ښاغلي مایکل پېک په اړه رایې ورکړې وای، خو ځکه وځنډول شوې چې د واشنګټن د اټارني جنرل دفتر په دې اړه پلټنه پیل کړه، چې آیا هغه د خپلې ناګټې ادارې پبلک مېډیا لېب فنډ په غیرقانوني توګه استعمالوي او که یې د ځان لپاره په ناسمه توګه کارولی دی.

د سېنټ په کمېټۍ کې د ډیموکرېټ ګوند مهم غړي سنېټر باب مینینډیز په یوه پرانیستي خط کې پر دې احتجاج وکړ، چې وایي داسې ښکاري د ریپبلکن ګوند غړي د سېنټ په کمېټۍ کې په دې اړه د سنېټرانو رایې اخیستل غواړي.

ښاغلي مینینډیز او د ډیموکرېټ ګوند نورو غړو د کمېټۍ مشر جیم ریشچ ته په پرانیستي لیک کې لیکلي:

"پر ځای د دې چې پر شا ګام واخیستل شي او د دې یو دوه اړخیز حل را و ایستل شي، تاسې پلان جوړ کړی چې ښاغلی پېک کمېټۍ ته د رایې لپاره وړاندې کړئ، پر دې حقیقت برسېره چې د هغه د کاروباري معاملاتو په اړه د انتظامیې له خوا پلټنې روانې دي او پر دې حقیقت برسېره چې هغه ای آر ایس ته له خپل دروغجن بیانه منکر دی".

ولسمشر ټرمپ شاوخوا دوه کاله مخکې د امریکې د نړیوالې مېډیا ایجنسۍ (یو ایس اې جي ایم) د مشرۍ لپاره مایکل پېک نومولی او د هغه د ټاکنې پر ځنډېدو یې خواشیني څرګنده کړې او په دې کې یې ډیموکرېټ ګوند خنډ بللی دی.

سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ د واشنګټن ډي سي د اټارني جرنل له خوا د ښاغلي پېک په اړه پلټنو ته په اشارې سره پر ډیموکرېټ ګوند تور ولګاوه چې وایي د هغه د ټاکنې معامله اوږدول غواړي. سپینې ماڼۍ لیکلي وو:

"ولسمشر د مایکل پېک تر شا ولاړ دی او ډېر ناهیلی شوی دی، خو دا ورته حیرانوونکې نه ده چې ډو نتینګ ډیموکرېټانو [هیڅ نه کوونکي ډیموکرېټانو] یو ځل بیا پرېکړه کړې چې د یو سېول ملازم پر صفا ریکارډ سیاسي خاورې ودوړوي".

په تېرو اوونیو کې د کرونا وایرس په اړه چین ته د کورېج ورکولو پر سر ولسمشر ټرمپ پر وایس آف امریکا کلکې نیوکې وکړې او هغه یې امریکا مخالفه رسنۍ وبلله. کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه د ښاغلي پېک د نوماندۍ په اړه وپوښتل شول نو هغه وویل:

"وایس آف امریکا په داسې توګه چلېږي چې ډار ورڅخه پکار دی، دوی وایس آف امریکا [د امریکې ږغ] نه دي، دوی د وایس آف امریکا مخالف دي".

خو د وایس آف امریکې مشرې امېنډا بینېټ د خپلې ادارې د کار او خپرونو دفاع وکړه او تېره جمعه یې په یوه بیان کې وویل، د نړۍ هغو خلکو ته لومړی بدلون رسوي چې پر حقایقو او باور ولاړو معلوماتو ته بله رسایي نه لري:

"ځکه خو د نړۍ په 60 هېوادونو کې د 47 ژبو له 280 میلینه (28 کروړه) اورېدونکو څخه 80 فیصده یې وایي چې دوی زموږ پر کار باور لري".

د امریکې د نړیوالې مېډیا ایجنسۍ (یو ایس اې جي ایم) د رسنیو د پینځو ادارو څارنه کوي، چې په هغوی کې وایس آف امریکا، رېډیو فري یورپ/رېډیو لیبرټي (ازادۍ او مشال رېډیو هم پکې شاملې دي)، کیوبا براډکاسټنګ، رېډیو فري اېشیا، د عربي‌ ژبې الحرا ټیلیویژن او د منځني ختیځ رېډیو ساوا پکې شامل دي.

XS
SM
MD
LG