لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فیسبوک: په پاکستان کې د غیرت په نامه وژنې ښيي چې ښځې ډیجېټلي مهارتونو ته اړتیا لري


مېرمن نګهت داد
مېرمن نګهت داد

واشنګټن: د رویټرز په یو راپور کې راغلي دي، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې د غیرت په نامه د دوو تنکیو جونو له وژلو داسې ښکاري چې ښځې باید په ډیجېټلي نړې کې غوره کنټرول ولري.

دغه خبره د نګهت داد په نامه هغې فعالې کړې چې په روانه میاشت کې د فیسبوک لخوا د څارونکو په ډله کې پر دنده ګمارل شوې ده.

دوه خورګانې تېره اونۍ د پاکستان د شمالي وزیرستان په یوې لېرې پرتې سیمه کې د غیرت په نامه وروسته له هاغې په ډزو ووژل شوې کله چې یې له یو هلک سره یو ه ویډیو انلاین خپره شوه.

تر دې نامه لاندې په ۲۰۱۶ کال کې د ټولنیزې رسنۍ یوه مشهوره څېره قندیل بلوچ هم د خپل ورور لخوا وژل شوې وه.

نګهت داد وايي، "د وزیرستان له وژنو دا ښکاري چې له انټرنیټ څخه څه ډول د ښځو په وړاندې کار اخېستل کېږي په ځانګړې توګه د پاکستان په څېر په یوې ټولنه کې چې یواځې سړي پکې ټول واک لري.

نګهت داد هغه پاکستانۍ وکیله ده چې په پاکستان کې د انټرنیټي ځورونو لپاره لومړنۍ د مرستو شمېره یا هېلپ لاین یې جوړ کړی.‌

"څرنګه چې ورځ تر بلې زیات خلک ټکنالوژي ترلاسه کوي نو هغه تیاره اړخ یې هم څرګندېږي او هغه دا ده چې اوس ټولې ځورونې په انټرنیټ کېږي."

نګهت داد په پاکستان کې په انټرنیټي دونیا کې د ښځو د ژغورلو په برخه کې د خپل کار له امله په نړۍ کې پېژندل شوې ده ځکه په دې ټولنه کې ډېري وخت مېرمنو ته له کور څخه د باندې د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي او ان د خپل مېړه د ټاکلو حق هم نه لري.

په ۲۰۱۵ کال کې د ټایمز مجلې د راتلونکې نسل د رهبرانو په توګه تر پېژندل کېدو، او په ۲۰۱۶ کال کې د ټولیپ په نامه د بشري حقونو د جایزې له ګټلو وروسته نګهت داد په روانه اونۍ کې د فېسبوک کورټ په نامه یوې ډلې ته سره یوځای شوې ده تر څو دا وڅېړي چې څه ډول مواد باید په فېسبوک باندې خپاره شي.

د ډیجېټلي حقونونو د بنسټ په نامه ډلې ته چې مېرمن ډاډ په ۲۰۱۲ کال کې جوړه کې وه زیاتو هغو مېرمنو شکایتونه کړي وو چې د پخواني مېړه او ملګري لخوا یې په انټرنیټ کې انځورونه خپاره شوي وو تر څو پرې هغوی وګواښي.

دغې ۳۹ کلنې مېرمنې ټاماس رایټرز فونډېشن ته وویل،

"په انټرنېټ باندې داسې یو شمېر خلک شته چې د مېرمنو انځورونه او وېډیوګانې پیدا کوي او بیا یې د هغوی له اجازې پرته په انټرنیټ باندې خپروي."

هغې وړاندې وویل، دغه ډول انټرنیټي ځورونې د پاکستان په ځینو ټولنو کې ښځو ته ډېرې سختې پایلې لري. په ځینو ځایونو کې د مېرمنو ارزښت د هغوی په عزت کې وي او کله چې یې عزت ته کومه زیان ورسېږي نو دا یې د ژوند په بیه تمامیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG