امریکې د پاکستان هرکلی کړی چې سرجېکل ماسکونه او د کرونا وايرس نه د ساتنې دپاره نورې جامې او سامانونه يې امریکې ته لېږلي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د پاکستان مننه کړې چې پاکستان ورته د کرونا وايرس نه د بچ کېدو دپاره حفاظتي څيزونه لېږلي دي.
پمپيو په ټويټر ویلي، د پاکستان مننه کوي چې سرجيکل يا جراحی ماسکونه او نورې حفاظتي جامې يې ورلېږلي دي.
هغه ويلي دغه سامان لېږل د کرونا وايرس پرضد مبارزه کې د امریکا او پاکستان د يو والي علامت دی.
د سويلي او منځنۍ اسيا دپاره د امریکا استازې اېلس ويلز هم د پاکستان مننه کړې چې طبي سامان يې لېږلی دی.
هغې ويلي د کرونا پرضد مبارزه کې به د دوی هېوادونه او د صحت په چارو کې همکاري به کرونا وايرس ته ماتې ورکوي.
پاکستان په خپله دوه ورځې وړاندې ويلي د چين نه ورته ۱۶زره ټنه امدادي سامان ترلاسه شوی دی.
د سرکاري ميډيا ترمخه په دغه سامان کې ۵۰ وېنټي لېټري، درې لاکه د معاينې اوزار، ۶۵ زره اېن فايو ماسکونه او لس زره د جراحۍ جامې شاملي دي.