لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چينۍ بحران په درغلۍ او چلولۍ کې د جهانګير ترين او شريف کورنۍ سره نور هم شامل دي


د پاکستان حکومت د چينۍ بحران په اړه د کمېشن رپوټ خپور کړی او د حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف يو مشر جهانګير ترين، او د مخالفه ګوندونو مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند د مشرانو سره پکې د پنجاب او سند حکومتونه تورن کړی شوي چې په بحران کې يې درغلي او چلولي کړې ده.

د رپوټ په اړه د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز او د وزيراعظم د احتساب په چارو کې مرستيال شهزاد اکبر په خبري غونډه کې وويل، د بحران د زمه وارو پرضد به د فوجدارۍ مقدمو جوړولو دپاره د احتساب قامی ادارې ته ويلی شي.

په رپوټ کې څه ويل شوي؟

شبلي فراز او شهزاد اکبر وويل په رپوټ کې د چينۍ په اړه د برامداتو (صادراتو) او سبسډۍ په اړه د تحريک انصاف د حکومت د پخواني وزير اسدعمر بیان ته هم ناسم ويل شوي دي.

په رپوټ کې دا هم ويل شوي د جهانګير ترين (جی ډبليو ډي) د چينو ملونه په پاکستان کې د چينۍ د توليد (پېداوار) تر ټولو غټ ګروپ دی او دغه ګروپ په غېر قانونه توګه خپل تولیدي صلاحیت سېوا کړی دی.

ويل شوي جی ډبليو ډي په غېر قانونه توګه نزدې اته، نهه ملونه سېوا کړي دي.

په رپوټ کې د ګجرات د چودري کورنۍ د ککړتيا هم ويل شوي چې هغه په دې بحران کې شريکه پاتې شوې ده.

شهزاد اکبر ويلي د چينو مالکانو د ګني کرونده ګرو ته د امدادي پېسو نه هم په کم نرخ قيمت ادا کړی دی.

دغه رنګ شوګر ملونو په وزن کې هم د ۱۵ نه ۳۰ فيصدو پورې کمی کړی دی او کمېشن دا هم مالومه کړې ده چې کرونده ګرو ته د نقدو روپو يا چينۍ په صورت کې چې کومې ادايګيانې شوي په هغې کې چلولي شوې ده.

د تحریک انصاف د حکومت استازو ویلي دا د پاکستان دپاره تاريخي او مهمه ورځ ده د هغو په وېنا له دې وړاندې کوم بل حکومت داسې کوم کمېشن نه دی جوړ کړی او که کمېشنې جوړې شوي د هغې رپوټ کله مخې ته نه دی راغلی.

د جهانګير ترين او شهباز شريف غبرګون

جهانګير ترين د رپوټ مخې ته راتلو وروسته ويلي په هغه د دروغو تورونه لګول شوي او هغه پاک کاروبار کړی دی او ټول پاکستان خبر دی چې زه تل کرونده ګرو ته پوره پېسې ورکوم.

او د حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ ن شهباز شريف ويلي په دې ټول هر څه کې وزیراعظم عمران خان پوره شريک دی او هغه د دې هر څه زمه واری دی بايد د هغه پرضد مقدمه جوړه کړی شي.

د چینۍ بحران

په پاکستان کې روان کال د جنورۍ په میاشت کې د غنمو د کمي ويل شوي خو حکومت ويلي ؤ په ملک کې د غنمو او چینۍ کمی نشته.

د غنمو د کمي د خبر مخې ته راتلو سره سم وړه يو کيلوګرام د ۴۵ نه تر ۷۰ روپو پورې سېوا شوي او بيا چيني هم د مارکيټ نه ورکه شوې او د يو کيلوګرام چينۍ بیه د ۵۲ روپو نه تر ۷۵ او ۸۰ روپو پورې سېوا شوې وه.

د دغه بحران تور د جهانګير ترين سره په نورو حکومتي شخصيتونو لګول او بيا وزیراعظم عمران خان مرکزي تحقيقاتي ادارې ته امر کړی ؤ چې د دې پلټنې وکړي.

ويل شوي ؤ په ۲۵م اپرېل به د پلټنو رپوټ عام کولی شي خو چې کله رپوټ مخې ته رانغلو په حکومت سخت ټکونه شوي وو.

اوس چې رپوټ مخې ته راغلو په سوشل ميډيا يې ستاينه کيږي خو ويل کيږي چې تورنو خلکو ته به سزا هم ورکړی شي که نه؟.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG